Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 11:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 نو دواړه بادشاهان به د شېطانۍ نه ډکو زړونو سره په يو مېز کښېنى او يو بل ته به دروغ ووائى، خو يو به هم کامياب نۀ شى ځکه چې خاتمه به بيا هم په خپل مقرر وخت راشى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 11:27
24 Iomraidhean Croise  

خو ابى‌سلوم ورته ووئيل، ”ښه، کم از کم زما ورور امنون خو به پرېږدې کنه چې ما سره لاړ شى.“ بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”هغه دې ولې لاړ شى؟“


وائى دروغ په خپلو کښې يو بل ته ګاونډيان، په زړۀ کښې دوکه باز او په غوړو شونډو دى ګويان.


تۀ ولې په خپلو بدو فخر کوې زورَوره؟ ولې تۀ خبر نۀ يې چې د خُدائ مينه وى د تل دپاره؟


نه بلکې تاسو په زړونو کښې د بې‌اِنصافۍ منصوبې جوړَوئ، او تاسو په دُنيا کښې شرارت خوروئ.


عام خلق څۀ حيثيت نۀ لرى د هغۀ په وړاندې، زورَور خلق هم هغه نۀ دى کوم چې دوئ ښکارى، کۀ هغوئ ټول په تله وتلى دا به د هوا نه هم سپک وى.


دوئ په بې‌اِنصافۍ سره منصوبې جوړوى، او دوئ وائى چې، ”مونږ ډېره ښۀ منصوبه جوړه کړُو.“ د انسان عقل او زړۀ دواړه څومره چالاکه دى.


څوک چې د بدو منصوبې جوړوى نو د هغوئ په زړونو کښې دوکه وى، خو خوشحالى د هغه چا دپاره ده څوک چې امن راولى.


د انسان په زړۀ کښې ډيرې منصوبې وى، خو کيږى هغه څۀ چې د مالِک خُدائ رضا وى.


نرمې خبرې شرير زړۀ پټوى لکه څنګه چې په خاورين لوښى باندې رنګ روغن وشى.


هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ولې دا بوټے به کامياب شى څۀ؟ ولې دا به د جرړو نه راونۀ باسى څۀ؟ او ولې هغه به د مېوو نه خالى نۀ کړى څۀ؟ د هغۀ ټولې څانګې به وچې شى. د دې د راويستلو دپاره د طاقتور لاس او ډېرو کسانو ضرورت نشته چې د جرړو نه يې راوباسى.


د فارس د بادشاه خورس د بادشاهۍ په درېم کال ما دانيال ته چې راته بيلطشضر هم وئيل کېدو يوه رويا راکړے شوه. د دې پېغام حقيقت وو او دا د يو لوئ جنګ په حقله وه. د رويا په وسيله زۀ په دې پېغام پوهه شوم.


د شمال بادشاه به ډېر دولت سره خپل مُلک ته واپس شى، خو د هغۀ زړۀ به د مقدس لوظ خلاف شى. هغه به دې ته نقصان ورسوى او بيا به خپل مُلک ته واپس لاړ شى. ‏


په مقرر وخت به هغه بيا په جنوبى مُلک حمله وکړى، خو دې ځل به يې نتيجه د مخکښې نه بدله وى.


څۀ هوښياران به قتل کړے شى، د دې دپاره چې د آخر وخت پورې صفا، خالص او بې‌داغه کړے شى ځکه چې مقرر وخت راتلونکے دے.


په آخر وخت کښې به د جنوب بادشاه هغۀ سره په جنګ شى، او د شمال بادشاه به د هغۀ خلاف د جنګى ګا‌ډو او آسونو سوارو او ډېرو سمندرى کشتو سره راوځى. هغه به په ډېرو مُلکونو حمله وکړى او هغوئ به لکه د سېلاب غوندې ختم کړى.


کله چې هغه ما ته نزدې راغلو چرته چې زۀ ولاړ وم، نو زۀ وويرېدلم او پړمخې په زمکه پرېوتلم. هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، په دې پوهه شه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے.“


بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”زۀ د دې دپاره راغلم چې تا ته ووايم چې وروستو د غضب په وخت کښې به څۀ وشى، ځکه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے.


نو ځکه رويا د مقرر وخت انتظار کوى، دا د آخرت په حقله خبرې کوى او دا به دروغ ثابت نۀ شى. اګر کۀ دا وخت اخلى، د دې انتظار وکړه، دا به خامخا پوره شى او ايسار به نۀ شى.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستاسو کار نۀ دے چې د هغه وختونو او تاريخونو په حقله پوهه شئ کوم چې زما پلار په خپل اختيار مقرر کړى دى.


ځکه چې هغۀ يوه ورځ مقرره کړې ده په کومه چې به هغه د دُنيا عدالت په صداقت سره د يو سړى په وسيله وکړى کوم چې هغۀ غوره کړے دے، او ټولو ته د دې ثبوت ورکولو دپاره چې هغه څوک دے چې د مړو نه يې بيا راژوندے کړو.“


نو اے وروڼو او خوېندو، اوس د هغه وختونو او د موقعو په حقله تاسو ته د څۀ ليکلو حاجت نشته چې دا به کله پېښ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan