Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 11:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 د يو لوئ لښکر سره به هغه زور ولګوى او په نرتوب به د جنوب بادشاه په خلاف جنګ وکړى. د جنوب بادشاه به هم د خپل لوئ او طاقتور لښکر سره جنګ وکړى، خو هغه به د شمال د بادشاه په وړاندې د هغه منصوبو په وجه ونۀ دريږى کومې يې چې د هغۀ په خلاف جوړې کړې دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 11:25
6 Iomraidhean Croise  

غصه ناک سړے صرف لانجه جوړوى، خو صبرناک سړے جنګونه سړوى.


لالچى انسان جنګ جګړې جوړوى، خو څوک چې په مالِک خُدائ باندې توکل کوى هغه به آباد شى.


د هغۀ زامن به د جنګ دپاره تيار شى او يو لوئ لښکر به جوړ کړى، دا به لکه د سېلاب غوندې وى او جنګ به د هغۀ قلعه ګانو ته ورورسوى.


نو بيا اوس، زۀ تاسو ته رښتيا وايم. په فارس کښې به نور درې بادشاهان راوچت شى، او بيا به څلورم بادشاه راشى، څوک چې به د هغوئ ټولو نه زيات مالداره وى. هغۀ د خپل دولت په ذريعه طاقت حاصل کړے دے، نو هغه به هر څوک د يونان د حکومت په خلاف راوچت کړى.


په آخر وخت کښې به د جنوب بادشاه هغۀ سره په جنګ شى، او د شمال بادشاه به د هغۀ خلاف د جنګى ګا‌ډو او آسونو سوارو او ډېرو سمندرى کشتو سره راوځى. هغه به په ډېرو مُلکونو حمله وکړى او هغوئ به لکه د سېلاب غوندې ختم کړى.


د جنوب بادشاه به مضبوط شى، خو د هغۀ يو آفسر به د هغۀ نه زيات مضبوط شى او هغه به د هغۀ نه په زيات طاقت سره په خپلو خلقو حکومت کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan