Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 11:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 د هغۀ په ځائ به بل بادشاه راشى هغه به محصُول اخستونکى ولېږى چې شاهى شان و شوکت پرې وساتى. خو په لږو ورځو کښې به هغه تباه شى، خو نۀ د غصې په وجه او نۀ د جنګ په وجه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 11:20
7 Iomraidhean Croise  

يهويقيم بادشاه د خلقو د دولت په مطابق د هغوئ نه محصُول راغونډولو، چې هغه غوښتونکې پېسې پوره کړى چې د مِصر بادشاه فِرعون له په محصُول کښې ورکولے شوې.


دغه شان کۀ شُملې وشاربې نو د شُملو نه کُچ جوړيږى، لکه څنګه چې پوزه زور کړى او وينه ترې نه راوځى، غصه شاربل هم لانجه جوړوى.


زۀ به ستا زېړ په سرو زرو، اوسپنه په سپينو زرو، لرګى په زېړو او کاڼے په اوسپنه بدل کړم. امن به ستا رهنما او صداقت به ستا حکمران جوړ کړم.


د هغۀ په ځائ به يو بدعمله سړے بادشاه شى چې د بادشاهۍ حق به ورته نۀ وى حاصل. هغه به ناګهانه راښکاره شى، او په سلطنت به حمله وکړى، په چالاکۍ او ټګۍ سره به بادشاهۍ قبضه کړى.


نو بيا به د هغې د خاندان نه يو کس راوچت شى چې د هغې ځائ ونيسى. او هغه به د شمال د بادشاه په فوج حمله وکړى او هغه قلعه ګانو ته به ننوځى، هغه به د هغوئ خلاف جنګ وکړى او کامياب به شى.


هغه پېغام چې حبقُوق پېغمبر ته په رويا کښې مِلاو شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan