14 په هغه وخت کښې به ډېر خلق د جنوب د بادشاه خلاف راپاڅى. ستا د قوم پارېدلى خلق به د رويا په پوره کېدو کښې بغاوت وکړى، خو هغوئ به کامياب نۀ شى.
ځکه چې د شمال بادشاه به بل لښکر راغونډ کړى، د وړومبى لښکر نه به غټ وى، او يو څو کاله پس به هغه د يو لوئ لښکر سره په هر قسمه وسلو سمبال راشى.
نو بيا به د شمال بادشاه راشى او قلعه بند ښار د قبضه کولو دپاره به د خاورو ډيرى جوړ کړى. د جنوب فوجيان به دوئ ايسارولے نۀ شى، تر دې چې د ټولو نه ښۀ او زورَور فوجيان به هم د هغوئ مقابله نۀ شى کولے.
ځکه چې خُدائ پاک د خپل مقصد د پوره کولو دپاره د دوئ په زړُونو کښې دا خبره اچولې ده چې دوئ په يو زړۀ سره بلا ته د خپلې بادشاهۍ اختيار ورکړى، ترڅو چې د خُدائ پاک کلام د دوئ په حقله پوره شى.