Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 11:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 ځکه چې د شمال بادشاه به بل لښکر راغونډ کړى، د وړومبى لښکر نه به غټ وى، او يو څو کاله پس به هغه د يو لوئ لښکر سره په هر قسمه وسلو سمبال راشى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 11:13
6 Iomraidhean Croise  

کله چې فوج تباه شى نو د جنوب بادشاه کښې به غرور راشى او هغه به په زرګونو خلق مړۀ کړى، خو هغه به د ډېر وخت پورې کامياب نۀ شى.


په هغه وخت کښې به ډېر خلق د جنوب د بادشاه خلاف راپاڅى. ستا د قوم پارېدلى خلق به د رويا په پوره کېدو کښې بغاوت وکړى، خو هغوئ به کامياب نۀ شى.


په آخر وخت کښې به د جنوب بادشاه هغۀ سره په جنګ شى، او د شمال بادشاه به د هغۀ خلاف د جنګى ګا‌ډو او آسونو سوارو او ډېرو سمندرى کشتو سره راوځى. هغه به په ډېرو مُلکونو حمله وکړى او هغوئ به لکه د سېلاب غوندې ختم کړى.


د کتان د جامو والا سړى څوک چې د اوبو دپاسه وو هغۀ خپل دواړه لاسونه آسمان ته اوچت کړل او ما واورېدل چې هغۀ د ژوندى خُدائ پاک په نوم قسم وخوړو او وې فرمائيل، ”دا به د درې نيمو کالو پورې وى. کله چې په مقدسو خلقو ظلم ختم شى نو بيا به دا هر څۀ سر ته ورسيږى.“


اووۀ کاله به هغه د انسان عقل نۀ لرى بلکې د هغۀ عقل به د ځناورو وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan