نو بيا به د هغې د خاندان نه يو کس راوچت شى چې د هغې ځائ ونيسى. او هغه به د شمال د بادشاه په فوج حمله وکړى او هغه قلعه ګانو ته به ننوځى، هغه به د هغوئ خلاف جنګ وکړى او کامياب به شى.
د دې دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله نه وروستو به مسح کړے شوے کس قتل کړے شى او هغۀ سره به څۀ نۀ وى. نو په هغه وخت کښې به بيا بل حکمران راوچت شى د چا لښکرې به چې دا ښار او د خُدائ کور تباه کړى. د دې خاتمه به لکه د سېلاب راشى، او د جنګ او د هغې بدبختى به د آخر پورې جارى وى، او د هغې تباهۍ حکم جارى شوے دے.