5 هر کله چې ما بره وکتل نو ځان ته مخامخ مې يو سړے وليدو چې د سپين کتان جامې يې اغوستې وې، او د ملا نه يې د سوچه سرو زرو ملابند تړلے وو.
صداقت به د هغۀ ملاتړ وى او وفادارى به د هغۀ کمربند وى.
هغوئ د ترسيس نه د سپينو زرو تختې او د اوفاز نه سرۀ زر راوړى. کله چې زرګر ترې نه بُت جوړ کړى نو بيا درزيان ورته آسمانى او کاسنى کپړې تياروى او هغۀ ته يې وراغوندى.
نو بيا شپږ کسان د شمال بره طرف دروازې نه راښکاره شُو، د هر يو په لاس کښې وژونکې وسله وه. د هغوئ سره يو کس وو چې د کتان جامې يې وې، چا سره چې د خط و کتابت سامان په څنګ کښې وو. هغوئ ټول د مالِک خُدائ د کور دربار ته لاړل او د زېړو د قربانګاه په خوا کښې ودرېدل.
په شپه کښې ما يوه رويا وليده، او هلته زما په وړاندې يو سړے په سُور آس سور وو. هغه آس د سر درو ونو په مينځ کښې په يو تنګه وادۍ کښې ولاړ وو. د هغۀ نه شاته سرۀ، نسوارى او سپين آسونه وُو.
نو ځکه مضبوط ودرېږئ او د حقيقت پېټۍ د ملا نه تاؤ کړئ او د صداقت زغره واغوندئ.
يوه ورځ چې يشوَع يريحو سره نزدې وو نو ناڅاپه يې يو سړے تُوره په لاس مخې ته ولاړ وليدو. يشوَع ورنزدې شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ زمونږ ملګرے يې کۀ زمونږ دشمن يې؟“