Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 10:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 نو بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”تا ته پته ده چې زۀ ولې تا له راغلے يم؟ زۀ به زر د فارس د شهزاده خلاف جنګ له واپس لاړ شم، او څنګه چې زۀ لاړ شم، د يونان شهزاده به راشى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 10:20
8 Iomraidhean Croise  

او چې کوم خلق په هغه مُلک کښې اوسېدل نو هغوئ دا کوشش کولو چې يهوديان بې‌حوصلې کړى او د مالِک خُدائ د کور جوړولو نه يې ويروى.


په هغه شپه د مالِک خُدائ يوه فرښته د اسوريانو خېمو ته ننوتله او يو سل او پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. او چې کله سحر وختى خلق پاڅېدل نو هر طرف ته مړى پراتۀ وُو.


خو د فارس سلطنت روحانى شهزاده تر يوويشت ورځو پورې زما مخه ونيوله. بيا ميکائيل چې د فرښتو سردار دے، زما مدد کولو له راغلو ځکه چې زۀ د فارس بادشاه سره ګېر شوے وم.


د دې نه وروستو، ما يو بل ځناور وليدو، هغه لکه د پړانګ په شان وو. او د دۀ په شا لکه د مارغۀ په شان څلور وزرې وې. د دې ځناور څلور سرونه وُو، او دۀ ته يې د حکومت کولو اختيار ورکړے وو.


دا وېښتو والا چېلے د يونان بادشاه دے، او هغه د سترګو په مينځ کښې لوئ ښکر اولنے بادشاه دے.


نو سمدستى د مالِک خُدائ يوې فرښتې هيروديس ووهلو، ځکه چې هغۀ د خُدائ پاک تمجيد ونۀ کړو، او هغه چينجو وخوړو او مړ شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan