Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 10:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 نو هغه څوک چې د بنى آدم په شان ښکارېدو زۀ يې بيا مسح کړم او ما له يې طاقت راکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 10:18
16 Iomraidhean Croise  

خو کۀ دا زۀ وے، نو ما به ستاسو حوصله افزائى کړے وے. او ما به دا کوشش کړے وے چې ستاسو غم لرې کړم.


د دومره لوئ طاقت سره به هغه زما مخالفت کوى څۀ؟ خو نه داسې نۀ ده، هغه به زما خبره په توجو سره واورى.


ما چې کله هم تا ته سوال زارى کړې ده، تا قبوله کړې ده، تا زۀ په طاقت ورکولو تکړه او زړَور کړم.


بيا يو لاس زۀ راونيولم او په خپل ځائ يې په لړزېدو سره په ګوډو کړم.


نو بيا يو لکه د انسان په شان ښکارېدو هغۀ زما شونډې مسح کړې، او ما خپله خوله کولاو کړه او خبرې مې شروع کړې. ما هغه چا ته څوک چې زما په وړاندې ولاړ وو وئيل، ”مالِکه، زۀ د دې رويا په وجه اندېښنو راګېر کړے يم او په ما کښې زور ختم شوے دے.


کله چې ما دانيال دا رويا کتله او په دې د پوهېدلو کوشش مې کولو، نو زما په وړاندې څوک ودرېدو چې لکه د انسان غوندې ښکارېدو.


کله چې هغۀ ما ته خبرې کولې، زۀ بې‌هوشه وم، په زمکه پړمخې پروت وم. بيا هغۀ زۀ ونيولم او په خپلو پښو يې ودرولم.


خو ما ستا دپاره دا دُعا کړې ده چې ستا ايمان لاړ نۀ شى او کله چې تۀ ما ته راوګرځې نو تۀ خپل وروڼه مضبوط کړه.“


بيا يوه فرښته د آسمان نه راغله چې هغه مضبوط کړى.


هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس هغه په سفر روان شو او د ګلتيه او فروګيه په مُلک کښې وګرځېدو او ټولو مريدانو ته يې ډاډ ورکړو.


زۀ دُعا کوم چې هغه د خپل لوئ جلال په مطابق تاسو ته هغه څۀ درکړى چې تاسو په خپل باطنى انسانيت کښې د هغۀ د روح په وسيله ډېر قوى شئ.


زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.


او زمونږ دا دُعا ده چې تاسو دې د هغۀ په ټول جلالى قدرت سره مضبوط شئ چې په تاسو کښې دې لوئ زغم او صبر پېدا شى. او تاسو دې په خوشحالۍ معمور شئ.


کله چې داؤد د زيفه سره نزدې په صحرا کښې، په حورِش کښې وو نو پته ورته ولګېده چې ساؤل د هغۀ په مرګ پسې راوتلے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan