13 خو د فارس سلطنت روحانى شهزاده تر يوويشت ورځو پورې زما مخه ونيوله. بيا ميکائيل چې د فرښتو سردار دے، زما مدد کولو له راغلو ځکه چې زۀ د فارس بادشاه سره ګېر شوے وم.
نو د خُدائ پاک په کور باندې کار بند وو او د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ تر دوېم کال پورې کار ځنډولے شوے وو.
په هغه وخت کښې به ميکائيل، د فرښتو لوئ سردار څوک چې ستا د قوم حفاظت کوى، راوچت شى. هغه به داسې د مصيبت وخت وى چې داسې به د قومونو د پېدايښت نه تر دې وخت پورې نۀ وى شوے. خو په هغه وخت کښې به ستا د قوم نه هغوئ بچ شى، د چا نوم چې د خُدائ پاک په کِتاب کښې ليکلے شوے وى.
ځکه چې زمونږ جنګ د انسان خلاف نه بلکې د بدکارو حکمرانانو، د اختيار د مالِکانو، د دُنيا د تيارو د قوتونو خلاف او د شېطانى ارواح خلاف دے چې په آسمانى ځايونو کښې دى.
او تاسو په مسيح کښې معمور شوى يئ څوک چې د هر حاکِم او اختيار سر دے.
ځکه چې مونږ ټولو دا غوښتل چې ستاسو خوا له در شُو خو ما پولوس بار بار د راتلو کوشش وکړو خو شېطان زمونږ لار ونيوله.
څوک چې آسمان ته ختلے دے او د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے، او فرښتې، اختيارمند او قُدرتونو والا يې د هغۀ تابع کړې دى.
بلکې ياد ساتئ چې د ټولو نه لوئې فرښتې ميکائيل هم دغسې ونۀ کړل، ځکه چې څۀ وخت چې هغه د موسىٰ د لاش په باب د اِبليس سره بحث کولو په هغه وخت يې دومره همت ونۀ کړو چې په اِبليس اِلزام ولګوى، بلکې دا يې ووئيل چې، ”مالِک خُدائ دې تا ملامته کړى.“
بيا په آسمان کښې جنګ ونښتو. ميکائيل او د هغې فرښتو د اژدها خلاف جنګ وکړو. او اژدها او د هغې فرښتو هم د هغوئ خلاف جنګ وکړو.