Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 10:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 بيا هغۀ خبره جارى وساتله، ”اے دانياله مۀ يرېږه. د وړومبۍ ورځې نه کله چې تا خپل سوچ دې ته تيار کړو چې پوهه حاصله کړې او د خُدائ پاک په وړاندې دې خپل ځان عاجز کړو، نو ستا دُعا قبوله شوه، او زۀ د هغې په جواب کښې راغلے يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 10:12
26 Iomraidhean Croise  

کله چې زۀ ژاړم او روژه ونيسم، نو دوئ په ما پورې خندا کوى.


څوک چې بې‌حوصلې شوى دى نو هغوئ ته ووايه، ”تکړه شئ او مۀ يرېږئ. خُدائ پاک راروان دے چې تاسو بچ کړى، او ستاسو دشمنانو له سزا ورکړى.“


يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو واړۀ او کمزورى يئ، خو يرېږئ مه، زۀ به ستاسو مدد کوم. زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم، زۀ هغه هستى يم څوک چې تاسو بچ کوى.


نو بيا به تاسو آواز کوئ او مالِک خُدائ به جواب درکوى، تاسو به د مدد دپاره سوال کوئ او مالِک خُدائ به فرمائى، ”زۀ حاضر يم.“ کۀ تاسو ظلم زياتے، بل ته ګوته نيول او د چُغلۍ خبرې پرېږدئ،


د دې نه مخکښې چې هغوئ ما له آواز راکړى زۀ به جواب ورکړم. هغوئ به لا د خپلو حاجتونو په حقله خبرې کوى چې ما به د هغوئ دُعاګانې قبولې کړې وى.


هغۀ وفرمائيل، ”اے دانياله، تۀ خُدائ پاک ته ډېر ګران يې، کومې خبرې چې زۀ تا ته کوم هغې ته غوږ ونيسه، او پاڅه ودرېږه، ځکه چې زۀ تا له رالېږلے شوے يم.“ او کله چې هغۀ ما ته دا وفرمائيل، نو زۀ په لړزېدو سره ودرېدلم.


هغۀ وفرمائيل، ”اے خُدائ پاک ته، ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.“


دا اصُول به د همېشه دپاره وى. د اوومې مياشتې په لسمه ورځ اِسرائيليان او د هغوئ سره مهاجر خلق به خامخا روژه نيسى او هيڅ کار به نۀ کوى.


چې په کومه ورځ باندې هغوئ روژه نيسى او کار نۀ کوى نو هغه به يوه ډېره مقدسه ورځ وى. دا اصُول به د همېشه دپاره وى.


د اوومې مياشتې په لسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ، هيڅ څيز به نۀ خورئ او نۀ به څۀ کار کوئ.


بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه، لاړې شئ او زما وروڼو له دا پېغام ورکړئ چې هغوئ دې ګليل ته لاړ شى، ما به هلته ووينى.“


فرښتې بيا ښځو ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ، ما ته پته ده چې تاسو د عيسىٰ ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ شوے وو.


خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، تاسو د عيسىٰ ناصرى ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ کړے شوے وو. هغه بيا پورته کړے شوے دے، هغه دلته نشته. وګورئ، دا هغه ځائ دے چرته چې يې هغه اېښودے وو.


خو فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”زکرياه. يرېږه مه. ستا دُعا قبوله شوه، ستا د ښځې اليشبع به يو زوئ وشى او تۀ به د هغۀ نوم يحيىٰ کېږدې.


بيا فرښتې هغې ته وفرمائيل چې، ”مريمې. يرېږه مه. خُدائ پاک په تا مهربانه شوے دے.


خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه. ما تاسو له يو ښۀ زېرے راوړے دے چې د ټولو خلقو دپاره به يوه لويه خوشحالى وى.


خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو داسې وار خطا ولې يئ او ځان سره ولې وايئ چې دا څوک دے؟


او هغې راته ووئيل چې پولوسه، يرېږه مه، تۀ ضرور د قيصر په وړاندې ودرېږه، او څوک چې تا سره په جهاز کښې دى، خُدائ پاک به ستا د خاطره هغوئ بچ کړى.


کله چې هغه ما وليدو نو زۀ لکه د مړى د هغۀ په پښو کښې پرېوتلم، خو هغۀ خپل ښے لاس په ما کېښودو او وې فرمائيل، ”يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan