Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 10:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د فارس د بادشاه خورس د بادشاهۍ په درېم کال ما دانيال ته چې راته بيلطشضر هم وئيل کېدو يوه رويا راکړے شوه. د دې پېغام حقيقت وو او دا د يو لوئ جنګ په حقله وه. د رويا په وسيله زۀ په دې پېغام پوهه شوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 10:1
28 Iomraidhean Croise  

ستا د دوه ځل خوبونو مطلب دا دے چې دا د خُدائ پاک فېصله ده او زر به خُدائ پاک داسې وکړى.


د فارس د خورس بادشاه د بادشاهۍ په وړومبى کال مالِک خُدائ هغه څۀ رښتيا کړل چې څۀ يې د يرمياه پېغمبر په ذريعه فرمائيلى وُو. هغۀ د خورس حوصله افزائى وکړه چې دا حُکم جارى کړى او د خط په شکل کښې د هغۀ د بادشاهۍ هر ځائ ته ولېږلے شى او بيان شى:


خلقو د کاڼو ګِلکارانو او ترکاڼانو د مزدورۍ دپاره پېسې ورکولې او خوراک، څښاک او د زيتُونو تېل يې د صور او صيدا خلقو له لېږل او د دې څيزونو په بدل کښې د لبنان د غرونو نه د دِيار لرګى د يافا ښار ته د سمندر په ذريعه راوړلے کېدل. دا هر څۀ د فارس د بادشاه خورس په اجازت سره کېدل.


نو زرُبابل، يشوَع او د ډلو مشرانو هغوئ ته ووئيل، ”مونږ ته د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په کور جوړولو کښې ستاسو د مدد هيڅ ضرورت نشته. مونږ به دا په خپله جوړوُو هم هغه شان چې څنګه د فارس بادشاه خورس حُکم راکړے دے.“


هغوئ د فارس د حکومت آفسرانو له د دې دپاره رشوت هم ورکولو چې د هغوئ خِلاف کار وکړى. هغوئ د فارس بادشاه خورس په ټوله بادشاهۍ کښې داسې کول او هغوئ د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ شروع کېدو پورې دا کار نۀ پرېښودو.


يهودى مشرانو د خُدائ پاک د کور عمارت په ښۀ طريقه جوړولو، چې د هغوئ حوصله افزائى حجى او زکرياه پېغمبرانو کوله. هغوئ د خُدائ پاک کور هم هغه شان سر ته ورسولو لکه څنګه چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک حُکم کړے وو او خورس، داريوس او د فارس بادشاه ارتخششتا فرمان جارى کړے وو.


”د خپلې بادشاهۍ په وړومبى کال خورس بادشاه حُکم وکړو چې په يروشلم کښې دې د خُدائ پاک کور بيا جوړ کړے شى چې هغه يو داسې ځائ وى چرته به چې قربانۍ کيږى او نذرانې به سوزولے شى. د خُدائ پاک کور به تقريباً دېرش ګزه اوچت او دېرش ګزه پلن جوړولے شى.


زۀ خورس ته وايم، تۀ زما شپون يې، تۀ به هغه کار کوې چې څۀ درته زۀ وايم يعنې، تۀ به حُکم ورکړې چې يروشلم دې بيا جوړ شى او د خُدائ پاک د کور بنيادونه دې واچولے شى.“


نو دې څلورو واړو ځوانانو ته خُدائ پاک د هر قسم ادب، عِلم، پوهه او زده کړه ورکړه، او دانيال هم د هر قسم رويا او خوبونو تعبير کولے شو.


او دانيال د فارس د خورس د بادشاهۍ اول کال پورې هلته په شاهى دربار کښې خِدمت کولو.


هغه د خصيانو مشر آفسر په هغوئ نوى نومونه کېښودل، په دانيال يې بيلطشضر، په حننياه يې شدرک، په ميشائيل يې ميشک، او په عزرياه يې عبدنجو نوم کېښودو.


زۀ اوس راغلے يم چې تاسو ته دا تشريح کړم چې په راتلونکى وخت کښې به ستا خلقو سره څۀ کيږى، ځکه چې د دې رويا تعلق د راتلونکى وخت سره دے.“


نو بيا اوس، زۀ تاسو ته رښتيا وايم. په فارس کښې به نور درې بادشاهان راوچت شى، او بيا به څلورم بادشاه راشى، څوک چې به د هغوئ ټولو نه زيات مالداره وى. هغۀ د خپل دولت په ذريعه طاقت حاصل کړے دے، نو هغه به هر څوک د يونان د حکومت په خلاف راوچت کړى.


خو تۀ اے دانياله، دا کلام بند کړه او تر آخرى زمانې پورې پرې مهر ولګوه. ډېر خلق به اخوا ديخوا ګرځى چې خپل عِلم کښې اضافه وکړى.“


نو هغۀ جواب راکړو، ”اے دانياله، په خپله لار په آرام سره لاړ شه، ځکه چې تر آخره وخته پورې به کلام بند شى او مهر به پرې لګېدلے وى.


هغه وختونه او حالات بدلوى، هغه بادشاهان په تخت کښېنوى او هغوئ اخوا کوى. هغه پوهانو له پوهه او عالمانو له عِلم ورکوى.


خو آخر دانيال زما حضور ته راغلو، او ما ورته خپل خوب بيان کړو. مقدسو معبودانو ورته خاص طاقت ورکړے وو، او ما په هغۀ باندې د خپل معبود بيلطشضر نوم کېښودو. او د معبودانو روح په هغۀ کښې وو.


دا سړے دانيال، چا ته چې بادشاه بيلطشضر نوم ورکړو، بې‌شانه قابليت او پوهه لرى، او هغه د خوبونو په تعبير، د مشکلو دوڼو په حل کولو او د راز په خبرو څرګندولو کښې تکړه او ماهِر دے. نو دانيال راوغواړه، هغه به درته ووائى چې د دې ليکلو مطلب څۀ دے.“


نو دانيال بادشاه ته جواب ورکړو، ”قربان تحفې دې بل چا له ورکړه او يا يې ځان سره کړه. خو بيا به هم زۀ دا ليکل بادشاه ته ولولم او هغۀ ته به يې مطلب بيان کړم.


نو دانيال د داريوس بادشاه په حکومت کښې او د فارس د بادشاه خورس په حکومت کښې ډېر مخکښې شو.


او ما د اولائى نِهر د غاړې نه د يو سړى آواز واورېدو چې وې فرمائيل، ”اے جبرائيله، دې سړى ته د دې رويا مطلب ووايه.“


د ماښامونو او سحرونو د قربانيانو کومه رويا چې تا ته ښودلے شوې ده هغه حقيقى ده، خو دا رويا پټه وساته، ځکه چې دا د ډېر لرې مستقبل په حقله ده.“


خو اوس واوره چې تۀ به د خبرو طاقت بائيلې او د دې کار د کېدو پورې به ستا خولۀ بنده وى ځکه چې تا په ما باور ونۀ کړو، او په خپل مقرر وخت به زما خبره صحيح ثابته شى.“


بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”دا وليکه چې، بختور دى هغه خلق چې د ګډُورى د وادۀ مېلمستيا ته رابللے شوى دى.“ او نور يې ووئيل چې، ”دا د خُدائ پاک برحق کلام دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan