9 نو اوس خُدائ پاک د خصيانو د مشر آفسر په زړۀ کښې د دانيال دپاره مينه او رحم واچولو،
هغه سړى ورته ووئيل، ”د نن نه پس به ستا نوم يعقوب نۀ وى. تا د خُدائ پاک او د انسان سره مقابله کړې ده او تا ګټلې ده، د اوس نه به ستا نوم اِسرائيل وى.“
خو مالِک خُدائ د يوسف مل وو نو رحم يې پرې وکړو او هغه د قېدخانې د آفسر په نظر کښې ښۀ راغلو.
د خپلو خلقو ټول ګناهونه او ستا خِلاف سرکشۍ معاف کوه او هغه دشمنان ورباندې مِهربانه کړه، کومو چې جلاوطن کړى وُو.
مالِکه خُدايه، اوس زما سوال واوره او د خپلو نورو ټولو خِدمتګارانو دُعاګانې واوره چې چا ته ستا د نوم په درناوى کولو کښې خوشحالى ملاويږى. او ما له کاميابى راکړه او داسې بادشاه نن په ما مِهربانه کړه. د هغۀ په زړۀ کښې دا خبره واچوه چې په ما رحم وکړى.“ په هغه وخت کښې زۀ د بادشاه ساقى وم.
بادشاه را نه تپوس وکړو، ”تۀ څۀ غواړې؟“ نو ما د آسمانونو خُدائ پاک ته سوال وکړو،
د هيجا اِستَر خوښه شوه او هغه پرې مِهربانه شو. هغۀ سمدستى د هغې د سنګار او د خاص خوراک بندوبست وکړو. هغۀ ورله د بادشاه د زناناؤ په ځائ کښې د ټولو نه ښۀ ځائ ورکړو او د هغې د خِدمت دپاره يې اووۀ پېغلې مقررې کړې چې د شاهى محل نه په خصوصى توګه خوښې کړې شوې وې.
خو هغه ضرورتمند خلق د مرګ نه بچ کوى، او د زورَور د زور نه يې بچ کوى.
نو چې غريبانان اُميد ولرى، او د بېاِنصافه خلقو خولې بندې کړے شى.
په هغوئ يې هغه خلق مهربان کړل چا چې دوئ ګېر کړى وُو.
په دې باندې خبر شئ چې خپل خلق يې د خپل ځان دپاره د نورو خلقو نه جدا کړى دى، زما سوالونه قبلوى کله چې مالِک خُدائ ته ما کړى دى.
کله چې مالِک خُدائ د چا د کردار نه خوشحاله وى، نو د هغۀ دشمنان به هم د هغۀ په امن کښې اوسيږى.
خو د خصيانو مشر آفسر دانيال ته ووئيل، ”زۀ د خپل مالِک بادشاه نه يرېږم، چا چې ستاسو خوراک څښاک مقرر کړے دے. او کۀ هغه تاسو د نورو همزولو ځوانانو نه کمزورى وګورى نو بيا به څۀ کيږى؟ نو بادشاه به بيا ستاسو په وجه زما سر پرې کړى.“
او هغه يې د خپلو ټولو تکليفونو نه بچ کړو. او خُدائ پاک هغۀ ته داسې فضل او حِکمت ورکړو چې د مِصر د بادشاه فِرعون په وړاندې مقبول شو، نو هغوئ هغه د ټول مِصر او خپل محل حاکِم مقرر کړو.