Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 1:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 په هغوئ کښې ځينې د يهوداه د قبيلې وُو لکه دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 1:6
10 Iomraidhean Croise  

کۀ چرې نوح، دانيال، او ايُوب درې واړه هم هلته اوسېدل، نو هغوئ به په خپل صداقت صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.


زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، کۀ چرې نوح، دانيال او ايُوب هم په دې کښې اوسېدل، هغوئ خپل زامن او لوڼه نۀ شول بچ کولے. بلکې هغوئ به په خپل صداقت سره صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو.


ولې تۀ دانيال نه ډېر هوښيار يې چې يو راز هم ستا نه پټ نۀ دے؟


بادشاه د هغوئ سره خبرې وکړې، او هغۀ يو کس هم په دوئ کښې د دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه برابر پېدا نۀ کړو، نو هغوئ د بادشاه په دربار کښې په خِدمت کولو مقرر شول.


نو بيا دانيال خپل کور ته واپس لاړو او ټوله قيصه يې خپلو ملګرو حننياه، ميشائيل، او عزرياه ته بيان کړه.


نو اريوک سمدستى دانيال بادشاه له بوتلو او هغۀ بادشاه ته ووئيل، ”ما د يهوداه په جلاوطنو خلقو کښې يو کس پېدا کړو څوک به چې بادشاه ته د هغۀ د خوب مطلب ووائى.“


نو بيا دانيال د بادشاه حضور ته راوستلے شو، او بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”تۀ هغه دانيال يې څۀ، څوک چې زما پلار نبوکدنضر بادشاه د يهوداه د جلاوطنو سره د يهوداه نه دلته راوستے وو؟


نو کله چې بادشاه دا خبره واورېده، نو هغه ډېر زيات خفه شو. هغۀ دا اراده وکړه چې دانيال بچ کړى او هغۀ ټوله ورځ تر نمر پرېوتو پورې د داسې لارې چارې پېدا کولو کوشش وکړو چې دانيال بچ کړى.


يوه ورځ راتلونکى ده هر کله چې تاسو د دانيال د پېشګويۍ په مطابق په مقدس ځائ کښې هغه پليت بُت چې تباهى راولى ولاړ ووينئ، (لوستونکى دې پرې پوهه شى)


هر کله چې تاسو ووينئ چې، هغه پليت بُت چې تباهى راولى په هغه ځائ کښې ولاړ دے چرته چې نۀ دے پکار، نو لوستونکى دې پوهه شى، نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan