5 نو بادشاه د خپل دربار د شاهى دسترخوان نه هغوئ ته د خوراک خوړلو او د ميو څښلو حکم ورکړو. دوئ ته به درې کاله تربيت ورکړے شى او د دې نه وروستو به دوئ د بادشاه د خِدمت دپاره حاضر شى.
ستا ښځې څومره خوش قسمته دى او ستا نوکران څومره خوش قسمته دى، هغوئ هر وخت ستا په وړاندې وى او ستا د حِکمت خبرې اورېدے شى.
چې ترڅو هغه ژوندے وو، نو هره ورځ هغۀ ته باقاعده خرچه مِلاوېده.
هغوئ څومره بختور دى چې څوک ستا خِدمت کوى، هغوئ هر وخت ستا په حضور کښې وى او د دې حقدار دى چې ستا د حِکمت خبرې واورى.
د هغۀ د مزېدار خوراک ډېر خواهش مۀ کوه، ځکه چې دا دوکه ورکوونکے خوراک دے.
نو مالِک خُدائ په جواب کښې ما ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ واپس راشې، نو زۀ به تا له بيا خپل مقام درکړم چې تۀ زما خِدمت وکړې. کۀ تۀ د بېمطلبه خبرو په ځائ زما قيمتى کلام بيان کړې، نو تۀ به زما پېغمبر يې. دا خلق دې ضرور تا له راشى بلکې تۀ د هغوئ په شان مۀ جوړېږه.
بادشاه د هغوئ سره خبرې وکړې، او هغۀ يو کس هم په دوئ کښې د دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه برابر پېدا نۀ کړو، نو هغوئ د بادشاه په دربار کښې په خِدمت کولو مقرر شول.
خو دانيال دا فېصله وکړه چې خپل ځان به په شاهى خوراک او شاهى ميو نۀ پليتوى، او هغۀ د خصيانو د مشر آفسر نه اجازت وغوښتو چې هغه په دې طريقې ځان نۀ پليتوى.
مونږ له خپل روزمره رزق راکړه،
فرښتې جواب ورکړو چې، ”زۀ جبرائيل يم، زۀ د خُدائ پاک په حضور کښې ودرېږم او زۀ يې تا سره د خبرو کولو او د دې زېرى درکولو دپاره رالېږلے يم.
مونږ له خپل روزمره رزق راکړه.
خو هر وخت بېدار اوسئ او دا دُعا غواړئ چې تاسو د دې پېښو په وخت کښې دومره تکړه يئ چې خپل ځان بچ کولے شئ او چې د اِبن آدم په وړاندې د ودرېدو جوګه شئ.“
بيا ساؤل يَسى ته يو پېغام ولېږلو، ”داؤد زما ډېر خوښ دے. هغه پرېږده چې زما خِدمت کوى.“