3 نو بيا بادشاه د خپل دربار مشر خصى آفسر آشپيناز ته حکم وکړو، چې يو څو بنى اِسرائيليان چې د شاهى خاندان او مخوريزو سړو سره تعلق ساتى راولئ.
نبوکدنضر، يهوياکين د يهوياکين مور، د هغۀ ښځې، د هغۀ آفسران او د يهوداه د مشران بابل ته قېديان بوتلل.
يو داسې وخت راروان دے چې ستا په محل کښې هر يو څيز، چې ستا پلار نيکۀ تر ننه پورې جمع کړى دى، نو هغه به بابل ته يوړے شى. هيڅ به هم پاتې نۀ شى.
ستا د خپل اولاد نه به څۀ بوتلے شى او هغوئ به د دې دپاره خصيان کړے شى چې د بابل بادشاه په محل کښې خِدمت کوى.“
هم د هغه کال په اوومه مياشت، اِسمٰعيل د نتنياه زوئ او د اليسمع نمسے چې د شاهى خاندان يو کس وو، او د اوچتې عُهدې آفسر وو، هغه د لسو سړو سره مصفاه ته د جدلياه سره مِلاوېدو له لاړو. کله چې هغوئ په شريکه روټۍ خوړله،
ستاسو به زامن او لوڼه وى، خو تاسو به يې د ځان سره نۀ شئ ساتلے، ځکه چې هغوئ به قېديان شى.