19 بادشاه د هغوئ سره خبرې وکړې، او هغۀ يو کس هم په دوئ کښې د دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه برابر پېدا نۀ کړو، نو هغوئ د بادشاه په دربار کښې په خِدمت کولو مقرر شول.
په جِلعاد کښې د تِشبى يو پېغمبر وو چې نوم يې الياس وو. هغۀ اخىاب بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ يعنې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت کوونکے يم، او زۀ د هغۀ په نوم قسم خورم چې ترڅو زۀ ونۀ وايم نو په راتلونکو کالونو کښې به باران نۀ کيږى. او پرخه قدرې به هم ونۀ شى.“
تۀ داسې يو کس وينې، څوک چې په خپل کار کښې ماهر وى؟ هغه به د عامو خلقو خِدمت نۀ کوى، خو د بادشاهانو خِدمت به کوى.
نو مالِک خُدائ په جواب کښې ما ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ واپس راشې، نو زۀ به تا له بيا خپل مقام درکړم چې تۀ زما خِدمت وکړې. کۀ تۀ د بېمطلبه خبرو په ځائ زما قيمتى کلام بيان کړې، نو تۀ به زما پېغمبر يې. دا خلق دې ضرور تا له راشى بلکې تۀ د هغوئ په شان مۀ جوړېږه.
کوم وخت چې بادشاه د هغوئ د تربيت دپاره مقرر کړے وو پوره شو، نو بيا د خصيانو مشر آفسر هغه ټول ځوانان نبوکدنضر ته پېش کړل.
يو څو ځوانان چې هيڅ قسمه جسمانى عېب په کښې نۀ وى، چې ښکلى، او د هر قسمه زده کړې قابليت په کښې وى، ښۀ هوښيار وى، په پوهېدلو کښې تېز، او د شاهى محل د خِدمت قابل وى راوله. هغه به دې ځوانانو ته د بابل د ژبې او د ادب لوستلو تربيت ورکړى.
نو بادشاه د خپل دربار د شاهى دسترخوان نه هغوئ ته د خوراک خوړلو او د ميو څښلو حکم ورکړو. دوئ ته به درې کاله تربيت ورکړے شى او د دې نه وروستو به دوئ د بادشاه د خِدمت دپاره حاضر شى.
په هغوئ کښې ځينې د يهوداه د قبيلې وُو لکه دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه.
هغه د خصيانو مشر آفسر په هغوئ نوى نومونه کېښودل، په دانيال يې بيلطشضر، په حننياه يې شدرک، په ميشائيل يې ميشک، او په عزرياه يې عبدنجو نوم کېښودو.
نو بيا د هوښيارانو د قتلولو حکم جارى شو، او د دانيال او د هغۀ ملګرو پسې يې هم کسان ورولېږل چې هغوئ قتل کړى.
نو په دې وجه زۀ دا حکم جارى کوم چې د ټولو خلقو او قومونو او د هرې ژبې خلق کۀ چرې هغوئ د شدرک، ميشک او عبدنجو د خُدائ پاک خلاف څۀ ووائى نو هغوئ به ټوټې ټوټې شى او د هغوئ کورونه به تباه کړے شى، ځکه چې بل يو معبود هم داسې نشته چې څوک داسې بچ کړى.“