18 کوم وخت چې بادشاه د هغوئ د تربيت دپاره مقرر کړے وو پوره شو، نو بيا د خصيانو مشر آفسر هغه ټول ځوانان نبوکدنضر ته پېش کړل.
نو دې څلورو واړو ځوانانو ته خُدائ پاک د هر قسم ادب، عِلم، پوهه او زده کړه ورکړه، او دانيال هم د هر قسم رويا او خوبونو تعبير کولے شو.
بادشاه د هغوئ سره خبرې وکړې، او هغۀ يو کس هم په دوئ کښې د دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه برابر پېدا نۀ کړو، نو هغوئ د بادشاه په دربار کښې په خِدمت کولو مقرر شول.
نو بادشاه د خپل دربار د شاهى دسترخوان نه هغوئ ته د خوراک خوړلو او د ميو څښلو حکم ورکړو. دوئ ته به درې کاله تربيت ورکړے شى او د دې نه وروستو به دوئ د بادشاه د خِدمت دپاره حاضر شى.
نو په دې اورېدو سره دانيال سمدستى بادشاه له ورغلو او د هغۀ نه يې وخت وغوښتلو، چې دے به ورته د خوب تعبير ورکړى.