Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 1:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 د لسو ورځو په آخر کښې هغوئ د نورو ټولو ځوانانو نه صحتمند او ښۀ ښکارېدل چا چې شاهى خوراک کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 1:15
11 Iomraidhean Croise  

د يو صادق چې لږ مال او دولت وى، د بدعملو د ډېر دولت نه به قيمتى وى.


کۀ تاسو زما، مالِک خُدائ د ستاسو خُدائ پاک عبادت کوئ، نو زۀ به ستاسو په خوراک او اوبو کښې برکت واچوم او د ټولو بيماريانو نه به مو بچ وساتم.


د مالِک خُدائ برکت انسان مالداره کوى، او په کښې هيڅ قسم غم نۀ سېوا کوى.


نو هغه بيا دې خبرې ته راضى شو او لس ورځې يې د هغوئ اندازه واخستله.


تاسو ډېر تخم کَرلے دے، خو فصل مو لږ رېبلے دے. تاسو خوراک کوئ خو ورباندې مړېږئ نه. تاسو اوبۀ څښئ، خو تنده مو پرې نۀ ختميږى. تاسو جامې اغوندئ، خو پرې نۀ ګرمېږئ. تاسو تنخواه ګټئ، خو صرف په هغه بټوه کښې اچولو دپاره چې په کښې سورى وى.


تاسو د ډېرو په طمع وئ، خو وګورئ، دا لږ وختل. تاسو چې کور ته څۀ راوړل، هغه ما په هوا کښې والوځول. ولې؟ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زما د کور په وجه چې ګډ‌وډ پروت دے، او تاسو ټول په خپلو کورونو جوړولو کښې مصروف يئ.


کۀ تاسو غوږ نۀ نيسئ، او کۀ تاسو د خپل زړۀ نه زما د نوم احترام نۀ کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ به په تاسو لعنت نازل کړم، او زۀ به ستاسو نعمتونه لعنتى کړم. په اصل کښې ما هغوئ د اول نه لعنتى کړى دى، ځکه چې تاسو د خپل زړۀ نه زما احترام ونۀ کړو.


عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې وائى چې، بنى آدم تش په روټۍ نۀ پائى خو هغه په هره هغه خبره پائى چې د خُدائ پاک د خولې نه راوځى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan