14 نو هغه بيا دې خبرې ته راضى شو او لس ورځې يې د هغوئ اندازه واخستله.
نو بيا زمونږ شکلونه د هغه ځوانانو سره وګوره څوک چې شاهى خوراک څښاک کوى، او بيا د خپلو نوکرانو سره هغه شان وکړه څۀ چې تۀ ګورې.“
د لسو ورځو په آخر کښې هغوئ د نورو ټولو ځوانانو نه صحتمند او ښۀ ښکارېدل چا چې شاهى خوراک کولو.
د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.