Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 1:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د يهوداه د بادشاه د يهويقيم د حکومت په درېم کال، د بابل بادشاه نبوکدنضر يروشلم ته راغلو او هغه يې محاصره کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 1:1
14 Iomraidhean Croise  

يهويقيم د پينځويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ په يروشلم باندې يوولس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور زبوده وه چې د روماه ښار د فداياه لور وه.


او د محل او د مالِک خُدائ د کور ټولې خزانې يې بابل ته يوړې. لکه څنګه چې مالِک خُدائ پېشګوئې کړې وه، نبوکدنضر د سرو زرو هغه ټول سامان مات کړو کوم چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره جوړ کړے وو.


ستا د خپل اولاد نه به څۀ بوتلے شى او هغوئ به د دې دپاره خصيان کړے شى چې د بابل بادشاه په محل کښې خِدمت کوى.“


يرمياه ته د يهوداه بادشاه د يوسياه د زوئ يهويقيم د بادشاهۍ په څلورم کال، د يهوداه د ټولو خلقو په حقله د مالِک خُدائ د طرف نه پېغام ورکړے شو. په هم دغه کال باندې نبوکدنضر د بابل په تخت کښېناستو.


د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته د يهويقيم د يوسياه د زوئ د حکومت په دوران کښې ورکړے شو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې،


خو کله چې نبوکدنضر بادشاه په دې مُلک باندې قبضه وکړه، مونږ ووئيل، راځئ چې، مونږ يروشلم ته د بابليانو او د شام د لښکرو نه وتښتُو. نو بيا ځکه مونږ په يروشلم کښې پاتې شُو.“


په يهوداه کښې د يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال، مالِک خُدائ يرمياه ته پېغام ورکړو چې،


يرمياه نبى باروک د نيرياه زوئ ته د يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال چې د يهوداه بادشاه وو پېغام ورکړو د دې نه وروستو کله چې باروک په طومار کښې هغه څۀ وليکل کوم چې ورته يرمياه فرمائيلى وُو.


مالِک خُدائ يرمياه نبى ته د بابل د خلقو او د بابل د وطن په حقله دا پېغام نازل کړو چې،


د پينځمې مياشتې په لسمه ورځ په نولسم کال د بابل د بادشاه نبوکدنضر، شاهى کمانډر نبوزردان چې د شاهى فوج مشر وو، يروشلم ته راغلو.


د نبوکدنضر د حکومت په اوؤم کال کښې څوک چې جلاوطن کړے شوى وُو د هغوئ شمېر درې زره او درويشت وو.


نو بيا دانيال د بادشاه حضور ته راوستلے شو، او بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”تۀ هغه دانيال يې څۀ، څوک چې زما پلار نبوکدنضر بادشاه د يهوداه د جلاوطنو سره د يهوداه نه دلته راوستے وو؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan