16 نو کله چې تاسو دا خط ولولئ، نو بيا دا د لوديکيې جماعت ته ولېږئ چې هغوئ يې هم ولولى. او تاسو دا خط کوم چې ما هغوئ ته وليکلو ولولئ.
هغۀ سراياه ته وفرمائيل، ”کله چې تۀ بابل ته ورسېږې نو تۀ دا ټول کلام په اوچت آواز سره خلقو ته ولوله.
زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې زۀ ستاسو دپاره او د لوديکيانو د جماعت دپاره او د هغوئ ټولو دپاره چا چې زۀ مخامخ نۀ يم ليدلے، څومره خوارى کوم.
زۀ د هغۀ ګواهى ورکوم چې هغه ستاسو دپاره او د لوديکيه او د هيراپولس د خلقو دپاره ډېره زياته خوارى کوى.
د لوديکيه وروڼو او خوېندو او نِمفا ته او د هغې په کور کښې د جماعت خلقو ته زما سلام ووايئ.
زۀ تاسو له د مالِک په نوم حُکم درکوم چې دا خط ټولو وروڼو او خوېندو ته واوروئ.
او کۀ څوک په دې خط کښې زمونږ وئيلے شوې خبرې نۀ منى نو هغه په نظر کښې ساتئ او د هغوئ سره تعلق مۀ ساتئ چې هغوئ وشرميږى.