15 د لوديکيه وروڼو او خوېندو او نِمفا ته او د هغې په کور کښې د جماعت خلقو ته زما سلام ووايئ.
هغه جماعت ته مې هم سلام وايئ چې د هغوئ په کور کښې راټوليږى. ګران اِپينتوس ته هم زما سلام وايئ چې په آسيه کښې د مسيح اول ايماندار دے.
ځکه چې زما دپاره د ښۀ خِدمت يو لوئ ور کولاو دے او هلته مخالفين هم ډېر دى.
زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې زۀ ستاسو دپاره او د لوديکيانو د جماعت دپاره او د هغوئ ټولو دپاره چا چې زۀ مخامخ نۀ يم ليدلے، څومره خوارى کوم.
زۀ د هغۀ ګواهى ورکوم چې هغه ستاسو دپاره او د لوديکيه او د هيراپولس د خلقو دپاره ډېره زياته خوارى کوى.
نو کله چې تاسو دا خط ولولئ، نو بيا دا د لوديکيې جماعت ته ولېږئ چې هغوئ يې هم ولولى. او تاسو دا خط کوم چې ما هغوئ ته وليکلو ولولئ.
او ورسره خپلې خور افيه او ورور ارخيپوس ته چې زمونږ پرجوش کارکن دے او ستاسو د کور جماعت ته ليکم.