25 ځکه چې څوک بد کوى هغۀ ته به د خپلې بدۍ سزا مِلاو شى، ځکه چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.
مونږ به ټول مرو، مونږ په زمکه د تويو شوو اوبو په شان يُو، چې هغه بيا نۀ شى راغونډېدلے. خو خُدائ پاک د چا هلاکېدل نۀ غواړى او هغه داسې منصوبې جوړوى چې يو شړلے کس واپس ځان ته راولى.
د مالِک خُدائ نه په يره کښې اوسئ او په فېصلو کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ، ځکه چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک سره نۀ بېاِنصافى شته، نۀ طرفدارے او نۀ رشوت.“
څوک چې د حکمرانانو طرفدارى نۀ کوى، او د مالدارو خلقو طرفدارى د غريبانانو نه زياته نۀ کوى، ځکه چې ټول هغۀ پېدا کړى دى.
نو په دې وجه بنى آدم د هغۀ نه يريږى، او څوک چې ځان هوښيار ګڼى نو هغه يې پرواه نۀ کوى.“
د عدالت په فېصلو کښې د بېاِنصافۍ نه کار مۀ اخلئ، چې د يو غريب طرفدارى وکړئ يا د مالدار کس نه يرېږئ، د خپل ګاونډى سره اِنصاف کوئ.
ځکه چې اِبن آدم به د خپل پلار په لويئ کښې د خپلو فرښتو سره راځى او بيا به هغه هر چا ته د خپل عمل بدله ورکوى.
هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”اُستاذه، مونږ په دې خبر يُو چې تۀ څۀ وائې او کوم تعليم چې ورکوې هغه ټيک دے او د هيچا طرفدارے نۀ کوې خو په رښتيا سره د خُدائ پاک د لارې تعليم ورکوې.
نو پطروس داسې ووئيل چې، ”زۀ اوس په دې ښۀ پوهه شوم چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.
ځکه چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.
ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو، نو هلته به هر يو ته د خپل کار بدله مِلاو شى څۀ چې هغوئ په دې بدن کښې کړى وى کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد وى.
ځکه تاسو په دې پوهه شئ چې مالِک به مونږ هر يو له زمونږ د ښۀ کارونو اجر راکړى، هغه کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد يُو.
اے مالِکانو، تاسو هم د خپلو غلامانو سره داسې سلوک کوئ. هغوئ له دهمکى مۀ ورکوئ. ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو دواړو په آسمان کښې مالِک يو دے او هغه د چا طرفدارے هم نۀ کوى.
په فېصلو کښې د چا طرفدارى مۀ کوئ، د هر چا سره يو شان اِنصاف کوئ، دې خبرې ته مۀ ګورئ چې هغه مالدار دے او کۀ غريب. د هيچا نه مۀ يرېږئ، ځکه چې کومې فېصلې تاسو کوئ هغه د خُدائ پاک د طرف نه وى. کۀ يوه لانجه ستاسو دپاره ډېره مشکله وى نو ما له يې راوړئ چې زۀ يې هواره کړم.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د معبودانو خُدائ پاک او د مالِکانو مالِک خُدائ دے. هغه لوئ او طاقتور دے، د هغۀ نه يره په کار ده. هغه نۀ د چا طرفدارى کوى او نۀ رشوت اخلى.
اے مالِکانو، د خپلو نوکرانو سره د عدل او اِنصاف سلوک کوئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په آسمان کښې ستاسو هم يو مالِک شته.
او په دې معامله کښې دې څوک د خپل ورور په حق تجاوز نۀ کوى او نۀ دې د هغۀ سره دوکه کوى. ځکه چې مالِک به هغه ټولو خلقو له سزا ورکړى څوک چې داسې کارونه کوى، لکه څنګه چې مونږ تاسو ته د شروع نه وئيلى وُو او خبردارے مو درکړے وو.
ځکه چې خُدائ پاک اِنصاف کوونکے دے، هغه به هغوئ نه ستاسو بدل واخلى څوک چې تاسو له تکليف درکوى.
او کۀ هغۀ چرې تا ته څۀ نقصان درکړے وى او يا پرې ستا څۀ قرض وى نو هغه ما پسې وليکه.
ځکه کوم کلام چې د فرښتو په وسيله ورکړے شوے وو هغه قائم پاتې شو او هرې خطا او نافرمانۍ ته ټيک سزا مِلاو شوه،
او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ.
دا غورېدونکى او شکايت کوونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسې روان دى، هغوئ د خپل ځان په حقله غټې غټې خبرې کوى او د خپل مقصد دپاره خلقو ته نرمې ګرمې خبرې کوى.