19 اے خاوندانو، د خپلو ښځو سره مينه کوئ او د هغوئ سره ترخيږئ مه.
بيا اِسحاق رِبقه خپلې هغه خېمې ته راوستله چې د هغۀ مور ساره په کښې اوسېدلې وه او هغه يې ښځه شوه. اِسحاق د رِبقه سره مينه کوله، نو هغۀ ته د خپلې مور د مرګ نه پس آرام مِلاو شو.
د خپلې ښځې سره چې تۀ ورسره مينه کوې د ژوند نه خوند اخله. په مخ د زمکې په فانى ژوندون کښې چې خُدائ پاک تا له څومره ورځې درکړې دى هغه هم دغه شان تېروه. ځکه چې په مخ د زمکې ستا د محنت مشقت په بدل کښې هم دغه څۀ دى چې ستا په نصيب کښې دى.
”هغه څوک چې زما مريد جوړېدل غواړى نو کۀ هغه د خپل مور، پلار، ښځې، بچو، وروڼو، خوېندو او د خپل ځان نه زړۀ صبر نۀ کړى نو هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى.
د هغوئ خولې د لعنتونو نه او د ترخو خبرو نه ډکې دى.
د خپل ځان نه هر قِسم تريخوالے، قهر، غضب، کنځلې، غېبت، بد خواهش اخوا کړئ.
اے خاوندانو، د خپلو ښځو سره مينه کوئ، لکه څنګه چې مسيح د جماعت سره مينه کړې ده او خپل ځان يې د هغې دپاره قربان کړے دے
بهرحال تاسو هر يو دې هم د خپلې ښځې سره د خپل ځان په شان مينه کوى، او ښځه دې هم د خپل خاوند عزت کوى.
اے پلارانو، خپل بچى مۀ تنګوئ، هسې نه چې هغوئ زړۀ بائيلى.
خو کۀ ستاسو په خپلو زړُونو کښې سخته کينه او خود غرضى وى، نو فخر پرې مۀ کوئ او مۀ د حق خلاف دروغ وايئ.
اے خاوندانو، هم دغه شان تاسو هم د خپلو ښځو سره په احترام سره ژوند کوئ او د ښځو لکه د نازکو لوښو په شان عزت کوئ ځکه چې هغوئ تاسو سره د ژوند په نعمت کښې وارثانې دى، نو هسې نه چې ستاسو دُعاګانې د قبلېدو نه ايسارې شى.