18 اے ميرمنو، تاسو د خپلو خاوندانو تابعدارې اوسئ ځکه چې دا په مالِک کښې ستاسو فرض دى.
او هغۀ ښځې ته وفرمائيل، ”زۀ به ستا د اُميدوارۍ تکليف او د ماشوم د زېږېدو درد زيات کړم. خو د دې باوجود، ستا شوق به خپل خاوند ته وى او هغه به په تا اختيار لرى.“
کله چې ستا د دې فرمان پته په دې لويه بادشاهۍ کښې ولګى، نو هره ښځه به د خپل خاوند ښۀ عزت کوى، کۀ هغه مالداره وى او کۀ غريب وى.“
خو پطروس او نورو رسولانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته په کار دى چې د بنى آدمو نه، بلکې د خُدائ پاک حُکم ومنو.
خو زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې د هر سړى سر مسيح دے، او خاوند د خپلې ښځې سر دے، او د مسيح سر خُدائ پاک دے.
ښځې دې په جماعتونو کښې خاموشه وى. ځکه چې هغوئ ته د خبرو کولو اجازت نشته بلکې هغوئ دې تابعدارې وى څنګه چې شريعت هم وائى.
اے ښځو، د خپلو خاوندانو داسې تابعدارى کوئ لکه څنګه چې تاسو د مالِک تابعدارى کوئ.
خو ستاسو په مينځ کښې دې د زناکارۍ، يا د څۀ قِسم ناپاکۍ، يا لالچ ذکر قدرې هم نۀ وى، ځکه چې دا د خُدائ پاک د مقدسينو دپاره مناسب نۀ دى.
ځکه کوم نُور چې په تاسو کښې دے هغه صرف د نېکۍ، صداقت او حقيقت مېوه نيسى.
او زۀ يوې ښځې ته اجازت نۀ ورکوم چې سړو ته تعليم ورکړى يا دې په هغوئ روب اچوى، بلکې هغه دې خاموشه وى.