Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




کولسیان 3:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 نو د مسيح سلامتى دې ستاسو په زړونو حکومت وکړى ځکه چې تاسو د يو بدن د اندامونو په طور د سلامتۍ دپاره رابللے شوى يئ. او شُکر ګزارى هم کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




کولسیان 3:15
35 Iomraidhean Croise  

د هغۀ در ته د شُکر ګزارۍ سره ورننوځئ، او د هغۀ دربار ته د ثناء صِفت کولو سره ورننوځئ، د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ او د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ.


هغوئ دې مالِک خُدائ ته د شُکر ګزارۍ قربانى وړاندې کړى او د هغۀ کارونه دې د خوښۍ په سندرو کښې بيان کړى.


زۀ به تا ته د شُکر ګزارۍ قربانى وکړم، او د مالِک خُدائ په نوم به دُعا وغواړم.


طاقت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ، د امن او امان برکت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ.


د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى.


خو کۀ هغوئ زما نه مدد وغواړى، نو هغوئ دې ما سره روغه وکړى. آو، پرېږدئ چې هغوئ ما سره صُلح وکړى.“


زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.


زۀ به د هغوئ په ژبه باندې د حمد و ثناء الفاظ راولم. کۀ څوک لرې وى او کۀ نزدې وى، نو زۀ به هغه ټولو ته امن پېش کوم، او زۀ به ورله شفا ورکوم.


خو زۀ به د شُکر ګزارۍ آواز سره تا ته قربانى وکړم. او څۀ منښته چې ما منلې ده هغه به زۀ پوره کوم. مالِک خُدائ خلاصونکے دے.“


زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.


ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“


اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بې‌احساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو.


ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکې په صداقت، او په صُلح ده او په روحُ القُدس کښې په خوشحالۍ ده.


خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.


په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده،


کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر يُو خو په شريکه د يوې روټۍ نه خورو او په دې دا څرګنده وُو چې مونږ يو بدن يُو.


خو کۀ بې‌ايمانه خاوند يا ښځه په خپلو کښې جدا کېدل غواړى نو پرېږدئ چې جدا شى. په داسې حالت کښې ايماندار خاوند يا ښځه د يو بل پابند نۀ دى، ځکه چې خُدائ پاک تاسو د سلامتۍ ژوند کولو دپاره رابللى يئ.


څۀ چې مونږ په ځان تېروو هغه ستاسو د فائدې دپاره تېروو، او څنګه چې د خُدائ پاک فضل ډېرو خلقو ته ملاويږى نو خلق به هم ډېره شُکر ګزارى کوى، نو په دې به خُدائ ته نور جلال هم ملاويږى.


تاسو به په هر يو څيز کښې ډېر شتمن شئ د دې دپاره چې تاسو همېشه په هره موقع کښې سخاوت کولے شئ، او په دې سره به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وشى.


هغه په خپله ټول بدن په کاملې طريقې سره يو ځائ کوى، چې دغه شان هره حِصه خپل خاص کار سر ته رسوى، او د بدن د نورو حِصو سره په ترقۍ کولو کښې مدد کوى، د دې دپاره چې ټول بدن صحتمند او پوره په مينې سره وده وکړى.


بدن هم يو دے او روحُ القُدس هم يو دے او دغه شان تاسو هم د يو اُميد دپاره رابللے شوى وئ.


لکه د خُدائ پاک د ګرانو بچو په شان، نو هغه د خپل ژوند مثال وګرځوئ.


او د هر څۀ دپاره همېشه خُدائ پلار ته د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم شُکر ګزارى کوئ.


د پلار شُکر ادا کوئ چا چې تاسو د دې جوګه کړئ چې د مقدسينو سره يې د نُور د بادشاهۍ په وراثت کښې شريک کړئ.


په هغۀ کښې جرړې خورې کړئ او خپل ژوند په هغۀ باندې آباد کړئ، او په ايمان کښې مضبوط شئ څنګه چې تاسو ته تعليم درکړے شوے وو او شُکر ادا کوئ.


او هر څۀ چې تاسو کوئ، هغه کۀ تاسو خبرې کوئ يا څۀ کار، هر څۀ د مالِک عيسىٰ په نوم کوئ او د هغۀ په وسيله د خُدائ پلار شُکر ادا کوئ.


په هر حال کښې شُکر کوئ ځکه چې دا په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو دپاره د خُدائ پاک رضا ده.


نو بيا زۀ د ټولو نه اول په تاسو دا زور راوړم چې خواستونه، دُعاګانې، شفاعت او د ټولو خلقو دپاره شُکر ګزارى کوئ،


د ايمان په جنګ کښې ښۀ وجنګېږه، او په هغه ابدى ژوندون قبضه وکړه د کوم دپاره چې تۀ رابللے شوے يې او د کوم چې تا د ډېرو ګواهانو په وړاندې ډاډه اقرار کړے وو.


ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.


هغوئ وئيل چې، ”آمين. برکت، لوئى، حِکمت، شُکر ګزارى، عزت، قُدرت او زور دې تل تر تله زمونږ د خُدائ پاک وى، آمين.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan