14 او د دې هر څۀ نه بغېر تاسو په خپلو کښې د مينې جامې واغوندئ چې هغه هر څۀ په پوره يووالى سره په خپلو کښې يوځائ کوى.
زۀ تاسو له يو نوے حُکم درکوم چې د يو بل سره مينه کوئ. لکه چې ما تاسو سره مينه کړې ده نو دغه شان تاسو هم د يو بل سره مينه کوئ.
دا زما حُکم دے، چې تاسو د يو بل سره مينه کوئ څنګه چې ما تاسو سره مينه کړې ده.
زۀ په هغوئ کښې يم او تۀ په ما کښې يې، چې دوئ په مکمل توګه يو شى. بيا چې دُنيا په دې پوهه شى چې زۀ تا رالېږلے يم، او تا د دوئ سره هم داسې مينه وکړله لکه چې ما سره دې کوله.
هيڅ قسم قرض په ځان مۀ پرېږدئ. خو صرف يو کار چې هغه ستاسو دپاره ضرورى دے، هغه دا چې د يو بل سره مينه کوئ، نو په دې سره تاسو په شريعت پوره عمل وکړو.
ځکه چې هغۀ مونږ په خپله مينه کښې د دُنيا د پېدايښت نه مخکښې په مسيح کښې خوښ کړُو چې مونږ د هغۀ په نظر کښې پاک او بېداغه شُو.
پوره کوشش کوئ چې په خپلو کښې د روحُ القُدس يووالے د سلامتۍ د تړون په وسيله قائم وساتئ.
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
زۀ غواړم چې هغوئ زړَور شى او د مينې په تار د يو بل سره وګنډلے شى، د دې دپاره چې هغوئ پخپله پوهه پوره اعتماد ولرى او د خُدائ پاک د هغه راز په منصوبه پوهه شى، کوم چې مسيح په خپله دے،
خو اوس مونږ ته د دې ضرورت نشته چې تاسو ته د ايماندارانو سره د مينې کولو په حقله وليکو ځکه چې خُدائ پاک په خپله تاسو له دا تعليم درکړے دے چې يو بل سره مينه کوئ.
خو زمونږ د داسې هدايت ورکولو نه مقصد هغه مينه ده چې په پاک زړۀ او نېک نيت او رښتينى ايمان سره پېدا کيږى.
نو راځئ چې د مسيح په حقله د ابتدائى تعليم خبرې پرېږدو او د بلوغيت په طرف قدم اوچت کړُو. مونږ ته د دې ابتدائى کارونو د بار بار کولو ضرورت نشته لکه د شرارت اميز عملونو نه توبه کول او په خُدائ پاک ايمان راوړل
د ټولو نه لويه خبره دا ده چې په خپلو کښې يو بل سره ډېره مينه کوئ ځکه چې مينه په ډېرو ګناهونو پړده اچوى.
او په ديندارۍ کښې ورورولى عزيزولى، او په ورورولۍ او عزيزولۍ کښې مينه زياته کړئ.
هم دغه د خُدائ پاک د بچو او د اِبليس په بچو کښې فرق دے، څوک چې په صداقت عمل نۀ کوى هغه د خُدائ پاک نه نۀ دے، او نۀ هغه څوک چې د خپل ورور سره مينه نۀ کوى.
او دا د هغۀ حُکم دے چې مونږ د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح په نوم ايمان راوړُو او د هغۀ د حُکم په مطابق د يو بل سره مينه کوُو.
دا حُکم مونږ ته د خُدائ پاک نه راکړے شوے دے، څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى، نو د خپلو وروڼو او خوېندو سره دې هم مينه کوى.