Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




کولسیان 2:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 کۀ څۀ هم چې زۀ اوس ستاسو نه لرې يم خو په روح کښې تاسو سره يم، او زۀ په دې خوشحاله يم چې تاسو وګورم چې څومره په ښې طريقې سره ژوند تېروئ او په مسيح باندې ستاسو ايمان پوخ او مضبوط دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




کولسیان 2:5
19 Iomraidhean Croise  

د پوره سوزېدونکو نذرانو د پېش کېدو نه علاوه، اِمامان د هغه وازګې د سوزولو هم ذمه وار وُو کومه چې د هغه نذرانو نه پېش کړے شوې وه چې خلقو خوړلې وه او هغوئ د هغه ميو د تويولو هم ذمه وار وُو چې د سوزېدونکې نذرانو سره پېش کړے شوى وُو. نو داسې د مالِک خُدائ په کور کښې عبادت بيا شروع شو.


او د دوئ زړونه هغۀ ته وفادار نۀ وُو، او دوئ د هغۀ د لوظ سره وفادار نۀ وُو.


دوئ به د خپل پلار نيکۀ په شان نۀ وى، او هغوئ به سرکشه او باغيان نۀ وى، د چا زړونه چې خُدائ پاک ته وفادار نۀ وُو، او د هغوئ احساس هم خُدائ پاک ته وفادار نۀ وو.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”مشرانو ته ووايه چې دولس ورځې به هره ورځ يو يو مشر د قربان‌ګاه د وقف کولو دپاره خپلې نذرانې پېش کوى.“


ټولو ايماندارانو خپل ځانونه د رسولانو تعليم، ملګرتيا، په شريکه روټۍ او د دُعا دپاره وقف کړى وُو.


ما يهوديانو او يونانيانو دواړو ته ګواهى ورکړه چې د خُدائ پاک په وړاندې توبه وباسئ او په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړئ.


کۀ تاسو اوږى يئ نو اول بيا په کور کښې روټۍ خورئ، نو چې ستاسو رايوځائ کېدل تاسو مجرم نۀ کړى. د نورو خبرو په حقله به زۀ هدايات درکړم کله چې زۀ بيا درشم.


خو هر يو کار صحيح او ترتيب سره کوئ.


نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بې‌فائدې نۀ ده.


بېدار اوسئ، په خپل ايمان قائم اوسئ، زړَور شئ، مضبوط اوسئ.


زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې زۀ ستاسو دپاره او د لوديکيانو د جماعت دپاره او د هغوئ ټولو دپاره چا چې زۀ مخامخ نۀ يم ليدلے، څومره خوارى کوم.


اے زما وروڼو او خوېندو، کله چې مونږ د لږې مودې دپاره ستاسو نه په جسمانى توګه جدا شُو نه چې د زړۀ نه، نو مونږ نور هم ډېر په شوق سره ستاسو د بيا ليدلو کوشش کوُو.


خو اوس مونږ حقيقت کښې ژوندى يُو ځکه چې تاسو په مالِک کښې مضبوط ولاړ يئ.


ځکه چې مونږ هم د مسيح سره شريک يُو خو کۀ مونږ په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ او قائم پاتې شُو.


دا زمونږ اُميد دے او دا زمونږ د ژوند دپاره رښتينے او مضبوط لنګر دے او دا داسې اُميد دے چې د پړدې دننه مقدس مقام ته رسېدلے دے،


تاسو ايمان کښې مضبوط شئ او د هغۀ مقابله وکړئ ځکه چې تاسو ته معلومه ده چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو وروڼه او خوېندې هم دغه شان مصيبتونه زغمى.


کله چې نعومى ته پته ولګېده چې روت د تلو کلکه اراده کړې ده، نو هغې نور څۀ ورته ونۀ وئيل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan