20 نو چې تاسو د مسيح سره مړۀ شوئ او هغۀ تاسو د دُنيا د بنيادى اصُولو نه آزاد کړئ، نو بيا تاسو ولې په دُنياوى اصُولو ژوند تېروئ؟ او د هغې حُکمونه داسې منئ چې،
کۀ چرې تاسو د دُنيا وے نو دُنيا به تاسو سره د خپلو په شان مينه کړې وه، خو تاسو د دُنيا نۀ يئ. خو ما تاسو د دُنيا نه جدا کړئ نو دغه وجه ده چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى.
اګر کۀ مونږ انسانان يو خو زمونږ جنګ د انسانانو په مطابق نۀ دے.
دغه شان چې مونږ هم کله نابالغه وُو نو مونږ هم د دُنياوى اصُولو غلامان وُو.
خو خُدائ دې نۀ کړى چې زۀ بې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د سولۍ نه په بل څۀ فخر وکړم، د چا د صليب په وجه دُنيا زما دپاره په سولۍ شوه او زۀ د دُنيا دپاره په سولۍ شوم.
هغۀ شريعت سره د دې د حکمونو او قانون منسوخ کړو. هغۀ په خپل ځان کښې د يهوديانو او غېريهوديانو دوه قبيلې يو او نوے خلقت کړل او صُلح يې په کښې راوسته.
هغه څۀ چې د شريعت په مطابق زمونږ خلاف جرم وو هغۀ هغه ټول ريکارډ ختم کړو. هغه يې يو خوا ته کړل او په سولۍ يې مېخ کړل.
نو په دې وجه څوک مۀ پرېږدئ چې په تاسو د خوراک څښاک يا د اختر يا د نوې مياشت يا د سبت د ورځې په معامله کښې اِلزام ولګوى.
”دې ته لاس مۀ وروړئ، دا مۀ څکئ، مۀ ورسره لګئ؟“
خيال کوئ هسې نه چې څوک مو په تشو فلسفو او دوکه مارو خبرو کښې راګېر کړى، ځکه چې د هغوئ خبرې د انسانى رواياتو او د دُنيا د بنيادى اصُولو په مطابق دى او د مسيح په مطابق نۀ دى.
ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے.
د هر قسم او مختلف تعليمونو په وجه بېلارې کېږئ مه، ځکه چې دا ښۀ ده چې زړۀ په فضل مضبوط شى، نۀ د هغه خوراکونو په اصُولو کومو چې هغوئ ته څۀ فائده نۀ ده ورکړى چا چې دا منل.
اے زناکارو خلقو، ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دُنيا سره ملګرتيا کول د خُدائ پاک سره دشمنى کول دى؟ نو ځکه څوک چې د دې شريرې دُنيا سره مينه کوى، هغه د خُدائ پاک سره دشمنى کوى.
مونږ په دې پوهه يُو چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو، او ټوله دُنيا د شرير په قبضه کښې پرته ده.