کولسیان 2:16 - Pakistani Yousafzai Pashto16 نو په دې وجه څوک مۀ پرېږدئ چې په تاسو د خوراک څښاک يا د اختر يا د نوې مياشت يا د سبت د ورځې په معامله کښې اِلزام ولګوى. Faic an caibideil |
مونږ به د خُدائ پاک د کور د عبادت دپاره د دې څيزونو بندوبست کوُو، مقدسه روټۍ، د هرې ورځې د غلې نذرانه، هغه ځناور چې هره ورځ د قربانۍ په توګه سوزولے شى، د سبت د ورځو، د نوې مياشتې د اختر او د نورو اخترونو دپاره مقدسې نذرانې، د بنى اِسرائيلو د ګناه کفارې دپاره نذرانې او هغه بل هر يو څيز چې د خُدائ پاک په کور کښې يې ضرورت وى.
کله چې خلقو ته پته ولګېده چې د شريعت مطالبه څۀ ده، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه. نو نحمياه چې حکمران وو، عزرا چې د شريعت اِمام او عالِم وو او هغه ليويانو چې د شريعت تشريح يې کوله هغوئ ټولو هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”دا ورځ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک دپاره مقدسه ده، نو تاسو له نۀ دى په کار چې غم يا ژړا وکړئ.
دا به د شهزاده ذمه وارى وى چې سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې په اخترونو، نوې مياشت او په سبت کښې او د بنى اِسرائيل قوم په ټولو مقرر شوو مېلو کښې پوره کړى. هغه به د ګناه نذرانې، د غلې نذرانې، سوزېدونکې نذرانې، او د سلامتۍ نذرانې پوره کړى، او د بنى اِسرائيلو قوم دپاره به يې کفاره کړى.“