13 تاسو د خپلو نافرمانو په وجه مړۀ وئ ځکه چې ستاسو د ګناه فطرت ختم شوے نۀ وو. نو بيا خُدائ پاک تاسو د مسيح سره راژوندى کړئ، ځکه چې هغۀ ستاسو ټولې نافرمانۍ معاف کړې.
زما په سختۍ کښې هم دا زما تسلى ده، چې هم ستا وعده به ما ژوندے ساتى.
بختور دى هغوئ د چا نافرمانى چې معاف شوه، او د چا په ګناهونو چې پړده واچولے شوه.
کۀ څۀ هم تا زۀ د ډېرو سختو سره مخ کړم، تۀ به دوباره ما ژوندے کړې، او د زمکې د ژورې کندې نه به مې راوباسې.
مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.
بدعمله خلق دې خپلې د ژوند طريقې بدلې کړى او شرپسند دې خپل خيالونه بدل کړى. او هغوئ دې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى، نو هغه رحم کوونکے دے او کولاو زړۀ سره معاف کوى.“
نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى. زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“
ځکه چې زما دا مړ زوئ بيا راژوندے شو، دے خو ورک شوے وو او بيا وموندے شو. او دغه شان هغوئ خوشحالى شروع کړه.
نو مونږ ته ځکه خوشحالى او جشن کول په کار دى چې ستا دا مړ ورور اوس بيا راژوندے شو، دے خو ورک وو او مونږ بيا وموندلو.“
خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”مړى پرېږدئ چې مړى ښخوى خو تۀ خامخا لاړ شه او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے ورکوه.“
لکه څنګه چې پلار مړى پاڅوى او هغوئ له ژوند ورکوى دغه شان زوئ هم هر هغه چا له چې غواړى ژوند ورکوى.
دا د خُدائ پاک روح دے چې ژوند ورکوى، انسانى بدن بېفائدې دے. کومې خبرې چې ما تاسو ته کړې دى هغه روح او ژوند دے.
لکه چې صحيفې وائى چې، ”ما تۀ د ډېرو قومونو پلار جوړ کړے يې.“ د هغه خُدائ پاک په حضور کښې په چا چې د هغۀ ايمان وو، څوک چې مړى بيا راژوندى کوى او نشت شتۀ کوى.
نور تاسو د خپل وجود اندامونه ګناه ته د بدکارۍ د ساز و سامان په طور مۀ وړاندې کوئ بلکې خپل ځانونه خُدائ پاک ته وړاندې کړئ د هغوئ په شان څوک چې د مرګ نه بيا راژوندى شوى دى، او خپل اندامونه خُدائ پاک ته د صداقت د ساز و سامان په طور وړاندې کړئ.
کۀ چرې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې وى چا چې عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندے کړے دے، نو چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړے دے هغه به ستاسو فانى وجودونو ته هم نوے ژوند ورکړى، د خپل هغه روح په وسيله چې په تاسو کښې اوسى.
اے نادانه، کوم تخم چې تۀ کَرې نو ترڅو چې هغه مړ نۀ شى تر هغې نۀ ژوندے کيږى.
هم دغه شان ليکلى دى، ”اول سړے، يعنې آدم ژوندے نفس جوړ شو، خو آخرى آدم ژوندون ورکوونکے روح جوړ شو.“
چا چې مونږ د خپل نوى لوظ د خادِم کېدو جوګه کړو، دا لوظ د ليکلے شوى شريعت نه نۀ دے، بلکې د روح نه دے. ځکه چې زوړ ليکلے شوے شريعت وژل کوى، خو د نوې لوظ لاندې روح ژوند ورکوى.
مطلب دا چې خُدائ پاک د مسيح په وسيله دُنيا سره صُلح کوله، او د هغوئ نافرمانى يې د هغوئ خلاف حساب نۀ کړه او د صُلح راوستو پېغام يې زمونږ په حواله کړو.
تاسو هم د خپلو نافرمانو او ګناهونو په وجه مړۀ وئ،
نو بيا دا خبره مۀ هېروئ چې يو وخت تاسو غېريهوديان هم بېخُدايه ګڼلے شوئ. او يهوديانو به تاسو ته ناسنته او د کافر آواز کولو، اګر چې دې سنت صرف د هغوئ بدن متاثره کړے وو.
نو چې نُور هر څيز راڅرګندوى نو ځکه دا وئيلے شوى دى چې، ”اے اودو، ويښ شئ، د مړو نه راپاڅئ. نو د مسيح نُور به په تاسو روښانه شى.“
تاسو د مسيح سره په بپتسمه کښې ښخ شوئ او د ايمان په وسيله د خُدائ پاک په قدرت کښې هم تاسو د هغۀ سره بيا راژوندى شوئ چا چې هغه د مړو نه راپاڅولے دے.
خو کومه کونډه چې په عېش عشرت آخته ده، نو هغه په ژوندانۀ مړه ده.
زۀ تاسو ته حُکم درکوم د هغه خُدائ پاک په وړاندې چې ټولو څيزونو له ژوند ورکوى، او د عيسىٰ مسيح په وړاندې چا چې د پنطوس پيلاطوس په مخکښې ډاډه اقرار کړے وو،
نو راځئ چې د مسيح په حقله د ابتدائى تعليم خبرې پرېږدو او د بلوغيت په طرف قدم اوچت کړُو. مونږ ته د دې ابتدائى کارونو د بار بار کولو ضرورت نشته لکه د شرارت اميز عملونو نه توبه کول او په خُدائ پاک ايمان راوړل
نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بېعېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.
دغه شان ايمان هم دے، کۀ د دې سره نيکى کول نۀ وى نو دا ايمان عبث دے.
اے کم عقله، ولې تۀ په دې هم نۀ پوهېږې چې د نېک کار کولو نه بغېر ايمان عبث دے؟
نو څنګه چې بدن بغېر د روح نه مړ دے هم دغه شان ايمان هم بغېر د نېک کار کولو نه مړ دے.
زما ګرانو بچو، زۀ تاسو ته ليکم ځکه چې ستاسو ګناهونه د مسيح په نوم معاف کړے شوى دى.