Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




کولسیان 1:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 چې کله مونږ ستاسو دپاره دُعا کوُو نو مونږ د خُدائ پاک، يعنې د مالِک عيسىٰ مسيح د پلار شُکر کوُو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




کولسیان 1:3
16 Iomraidhean Croise  

نو چې تاسو په يو زړۀ او يو آواز سره د خُدائ پاک، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د پلار لوئى بيان کړئ.


زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک د هغه فضل چې په عيسىٰ مسيح کښې په تاسو وشو، همېشه د خُدائ پاک شُکر کوم.


زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار ثنا دې وى چې د رحم نه ډک پلار او د هر قِسمه تسلۍ خُدائ پاک دے.


نو د کله نه چې زۀ ستاسو د هغه ايمان نه چې په مالِک عيسىٰ مو دے، او د هغې مينې نه چې د ټولو مقدسينو سره يې ساتئ خبر شوم،


او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ، او بېدار اوسئ او د ټولو مقدسينو دپاره بې‌ناغې دُعا کوئ.


د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،


هغۀ مونږ د تيارې د بادشاهۍ د اختيار نه آزاد کړُو او د خپل محبوب زوئ په بادشاهۍ کښې يې داخل کړُو،


نو بيا د کومې ورځې نه چې مونږ په اول ځل ستاسو په حقله واورېدل، نو مونږ ستاسو دپاره دُعا نۀ ده بنده کړى. او د خُدائ پاک نه دا خواست کوُو چې هغه دې تاسو ته د خپلې مرضۍ پوره عِلم او روحانى پوهه او حکمت درکړى،


ستاسو ټولو دپاره مونږ همېشه د خُدائ پاک شُکر کوُو او هر وخت تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوو،


زۀ د هغه خُدائ پاک شُکر کوم د چا عبادت چې زۀ په صفا زړۀ د خپل پلار نيکۀ په شان کوم، او زۀ هر وخت شپه او ورځ په خپلو دُعاګانو کښې تا يادوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan