Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




کولسیان 1:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 خُدائ پاک غوښتل چې تاسو غېر‌يهوديانو ته هم دا بې‌حده شاندار او قيمتى راز ښکاره کړى، او هغه راز دا دے چې مسيح په تاسو کښې دے او هغه د راتلونکى جلال اُميد دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




کولسیان 1:27
39 Iomraidhean Croise  

هغۀ جواب ورکړو، ”تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې.


نۀ څوک داسې وئيلے شى چې ګورئ هغه دلته ده. يا هلته ده. ځکه چې په حقيقت کښې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.“


هغه د حق روح دے، کوم چې دُنيا نۀ قبلوى ځکه چې دُنيا نۀ خو هغه وينى او نۀ يې پېژنى. خو تاسو هغه پېژنئ ځکه چې هغه تاسو سره اوسى او هغه به په تاسو کښې وى.


په هغه ورځ به تاسو پوهه شئ چې زۀ په خپل پلار کښې يم او تاسو په ما کښې يئ او زۀ په تاسو کښې يم.


عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”څوک چې زما سره مينه کوى، هغوئ به زما په کلام عمل کوى او زما پلار به د هغوئ سره مينه کوى، او زۀ او پلار به هغوئ ته ورشو او د هغوئ سره به اوسو.


ما ستا نوم دوئ ته څرګند کړو او دا به لا نور هم څرګندوم د دې دپاره چې کومه مينه چې تا ما سره کوله، هغه دې په دوئ کښې هم وى، او زۀ دې هم په دوئ کښې يم.“


څوک چې زما غوښه خورى او زما وينه څښى هغه په ما کښې او زۀ په هغۀ کښې اوسېږم.


واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بې‌پايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.


او يا دا چې تۀ د هغۀ د لوئې مهربانۍ، د زغم، او د صبر پېمانه سپکه ګڼې څۀ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د خُدائ پاک د مهربانۍ وجه دا ده چې تاسو توبه وباسئ؟


د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک په فضل کښې هغه ځائ وموندو چرته چې اوس مونږ يُو، او مونږ د خُدائ پاک د لويئ په اُميد کښې خوشحالى کوُو.


خو کۀ چرې مسيح په تاسو کښې اوسى نو کۀ څۀ هم ستاسو وجود د ګناه په وجه مړ شى، خو روح تاسو ته ژوند درکوى ځکه چې روح تاسو د خُدائ پاک سره رضا کړئ.


او څۀ چې هغۀ وکړل نو د دې دپاره يې وکړل چې خپل لوئ جلال په هغه خلقو ښکاره کړى په چا چې هغه رحم کوى او کوم چې هغۀ د اول نه د خپلې لويئ دپاره تيار کړے وو.


ولې تاسو خبر نۀ يئ چې تاسو د خُدائ پاک کور يئ او د خُدائ پاک روح په تاسو کښې اوسيږى؟


خو د خُدائ پاک شُکر دے چې مونږ يې د هغۀ غلامان کړو او د مسيح د کاميابۍ په جلوس کښې يې روان کړو. او زمونږ تعلق يې د مسيح د پېژندګلو په حقله لکه خوشبوئى په هر ځائ کښې خور کړو.


ځکه چې زمونږ د دغه لږ ساعت معمولى مصيبتونه زمونږ دپاره بې‌اندازې غېر معمولى او ابدى جلال پېدا کوى.


ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.


نو د خُدائ پاک د کور او د بُتانو په خپلو کښې د جوړښت امکان نشته، نو مونږ په خپله د ژوندى خُدائ پاک کور يُو لکه څنګه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به په خپله په هغوئ کښې اوسم او په هغوئ کښې به ګرځم، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.“


زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.


زما ګرانو بچو، زۀ بيا ستاسو دپاره لکه د ماشوم د پېدا کېدو په درد آخته يم، ترڅو چې تاسو د مسيح په شان شوى نۀ يئ.


په هغۀ کښې مونږ ته د هغۀ د وينې په وسيله خلاصون، يعنې د ګناهونو معافى، د خُدائ پاک د پراخه فضل په مطابق حاصله ده،


نو تاسو هم د هغۀ په يووالى کښې د نورو سره د خُدائ پاک يو داسې کور جوړوئ چې په کوم کښې خُدائ پاک د خپل روح په وسيله اوسيږى.


او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.


ستاسو د هغه اُميد په وجه کوم چې په آسمان کښې ستاسو انتظار کوى. تاسو د وړاندې نه د دې اُميد په حقله په رښتينى کلام يعنې زېرى کښې اورېدلى دى.


په چا کښې چې د حِکمت او عِلم ټولې خزانې پټې پرتې دى.


په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے.


د پولوس د طرف نه خط چې د خلاصوونکى خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح په حکم څوک چې مونږ له اُميد راکوى، د عيسىٰ مسيح رسول دے،


دا زمونږ اُميد دے او دا زمونږ د ژوند دپاره رښتينے او مضبوط لنګر دے او دا داسې اُميد دے چې د پړدې دننه مقدس مقام ته رسېدلے دے،


خو زما بچو، تاسو د خُدائ پاک د خاندان نه يئ او تاسو په دې دروغژنو نبيانو کامياب شوى يئ، ځکه چې هغه روح چې په تاسو کښې دے، هغه د هغه روح نه ډېر زورَور دے چې په دُنيا کښې دے.


ګوره، زۀ په ور کښې ولاړ يم او ور وهم. او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan