25 د خُدائ پاک د هغه اِنتظام په مطابق زۀ د جماعت خادِم شوم چې ما ته ستاسو دپاره راکړے شوے دے، د دې دپاره چې زۀ تاسو ته د خُدائ پاک کلام پوره پوره بيان کړم،
اپولوس څوک دے؟ او پولوس څوک دے؟ هغوئ خو صرف خادِمان دى د چا په وسيله چې تاسو ايمان راوړو او دغه شان مونږ هر يو هغه خِدمت وکړو کوم چې مالِک مونږ ته حواله کړے وو.
ځکه کۀ زۀ دا په خپلې مرضۍ کوم نو اجر زما حق جوړيږى، خو کۀ دا زما په خپلې مرضۍ نۀ وى خو بيا هم خُدائ پاک د دې کار ذمه وارى ما ته راکړې ده.
ضرور به تاسو د خُدائ پاک د هغه فضل د ذمه وارۍ په حقله کوم چې ستاسو دپاره ما ته راکړے شوے دے اورېدلې وى.
ما ته د خُدائ پاک په فضل او لوئ قدرت سره د زيرى د اورولو د خِدمت حق راکړے شوے دے.
کۀ تاسو د ايمان په بنياد مضبوط او ټينګ پاتې شئ او هغه اُميد پرې نۀ ږدئ کوم چې د زيرى په اورېدو ستاسو په زړونو کښې پېدا شوے دے. هغه زيرے چې ټولې دُنيا ته واورولے شو، او زۀ پولوس هم د دغه زېرى خادِم شوم.
نو مونږ تيموتيوس چې زمونږ ورور او د مسيح په زېرى کښې د خُدائ پاک خادِم دے د دې دپاره درولېږلو چې هغه تاسو مضبوط کړى او تاسو له په ايمان کښې ډاډګيرنه درکړى،
کۀ چرې تۀ دا هدايات د وروڼو او خوېندو په وړاندې پېش کړې نو تۀ به د عيسىٰ مسيح هغه ښۀ خادِم يې څوک چې د ايمان په خبرو او نېک تعليم پائى او عمل پرې کوى.