22 خو اوس د مسيح د جسمانى مرګ په وسيله تاسو د هغۀ سره پخلا شوئ د دې دپاره چې هغه تاسو د هغۀ په حضور کښې مقدس، بېداغه او بېاِلزامه حاضر کړى،
هغۀ ته پته ده چې زۀ صفا يم، ځکه چې ما ځان د ګناه نه ساتلے دے.
ګوره، خُدائ پاک په خپلو فرښتو باندې هم اعتبار نۀ کوى، او د هغۀ په نظر کښې آسمانونه هم صفا نۀ دى،
ګوره، د هغۀ په وړاندې ځلېدونکى سپوږمۍ او ستورى هيڅ هم نۀ دى.
تۀ زما ګناه ووينځه نو زۀ به صفا شم، تۀ مې ووينځه نو زۀ به هم د واورې نه زيات سپين شم.
چې مونږ ټول عُمر په پاکۍ او په صداقت د هغۀ عبادت وکړُو.
نو زما وروڼو او خوېندو، هم په دې وجه په تاسو کښې د شريعت اثر ختم شو کله چې تاسو مسيح سره مړۀ شوئ. نو اوس تاسو د هغه چا سره شامل شوئ څوک چې د مړو نه بيا راژوندے شوے دے، نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک دپاره د نېک کردار مېوه ونيسو.
زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک په شان غېرت محسوسوم، ځکه چې ما يو خاوند سره ستاسو د وادۀ کولو او مسيح ته تاسو د يوې پاکې پېغلې په شان د حاضرولو وعده کړې ده.
ځکه چې مونږ ته پته ده چا چې مالِک عيسىٰ ژوندے کړے دے هغه به مونږ هم د عيسىٰ سره ژوندى کړى او سره ستاسو به مو خپلې مخې ته حاضر کړى.
دا ټول هر څۀ د خُدائ پاک له طرفه دى، چا چې د مسيح په وسيله مونږ سره روغه وکړه او هغۀ مونږ ته د صُلح کولو خِدمت وسپارلو.
ځکه چې هغۀ مونږ په خپله مينه کښې د دُنيا د پېدايښت نه مخکښې په مسيح کښې خوښ کړُو چې مونږ د هغۀ په نظر کښې پاک او بېداغه شُو.
او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې، او نۀ په کښې بل څۀ عېب وى، بلکې پاک او بېداغه وى.
نو چې مونږ د هغۀ زيرے بيان کړُو او هر چا ته نصيحت وکړُو او هر يو ته په پوره هوښيارتيا سره تعليم ورکړُو نو چې هر څوک مونږ په مسيح کښې خُدائ پاک ته بالغ پېش کړُو.
خُدائ پاک مونږ د ناپاکۍ دپاره نه، بلکې د پاکوالى دپاره رابللى يُو.
نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بېشرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.
او د خُدائ پاک د مرضۍ په وسيله مونږ د عيسىٰ مسيح د بدن د يو ځل قربانېدو په وجه د همېشه دپاره پاک کړے شُو.
هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه،
هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره تاسو ته هر څۀ درکړى او هغه دې د عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ کښې هغه کارونه وکړى څۀ چې د هغۀ خوښ وى. د هغۀ حمد و ثنا دې تل تر تله وى. آمين.
ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.
په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بېداغه او بېعېبه يئ.
اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى،