20 او د هغۀ په وسيله خُدائ پاک راضى شو چې هر څۀ د ځان سره پخلا کړى هغه کۀ په زمکه وى او کۀ په آسمان کښې او هغۀ د مسيح د وينې په وسيله امن راوستو چې په سولۍ تويه شوې ده.
خو کۀ د کوم ځناور وينه مقدسې خېمې ته دننه راوړلے شى او د ګناه د کفارې ادا کولو دپاره استعمال شى، نو هغه ځناور دې نۀ شى خوړلے چې د کوم نه وينه اخستے شوې وى، او دا دې وسوزولے شى.
خو تۀ، اے د بيتلحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.
او هغه به د هغوئ سلامتيا سرچينه وى. کله چې اسوريان زمونږ په مُلک حمله وکړى او زمونږ په پَخو دېوالونو راواوړى، مونږ به د هغوئ خلاف د قوم اووۀ مشران، او ورسره اتۀ حکمرانان هم راوچت کړُو.
د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“
”د خُدائ پاک حمد دې وى پاس په آسمان کښې، او په زمکه دې د هغه خلقو دپاره خير او سلامتى وى د چا نه چې هغه رضا دے.“
کورنيليوس ورته جواب ورکړو چې، ”څلور ورځې مخکښې هم دا وخت درې بجې ما خپل کور کښې دُعا کوله چې ناڅاپه يو سړے په پړقېدونکو جامو کښې زما د وړاندې ودرېدو.
په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده،
هغه منصوبه دا ده چې په صحيح وخت کښې به هغه ټول څيزونه کۀ په آسمان کښې وى او کۀ په زمکه وى د مسيح د واک او اختيار لاندې راجمع کړى.
نو چې د عيسىٰ په نوم ټول مخلوق په سجده شى، کۀ هغه په آسمان کښې وى، يا په زمکه، يا کۀ د زمکې د لاندې وى،
ځکه چې د هغۀ په وسيله ټول څيزونه پېدا شول چې په آسمان کښې دى يا په زمکه، ليدونکى دى يا ناليدونکى دى، تختونه دى کۀ رياستونه کۀ حکومتونه يا اختيارات دى، هر څۀ د مسيح په وسيله او د هغۀ دپاره پېدا شُو.
هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى.