19 ځکه چې د خُدائ پاک دا خوښه وه چې د هغۀ ټول الوهيت دې په مسيح کښې وى.
هم په دغه وخت عيسىٰ په روحُ القُدس کښې لويه خوشحالى وکړه او عيسىٰ وفرمائيل، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم ځکه چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې. آو، پلاره، دا ستا رضا وه.
ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو.
ځکه څوک چې خُدائ پاک رالېږلے وى هغه د خُدائ کلام بيانوى، ځکه چې خُدائ پاک روحُ القُدس بېاندازې ورکوى.
ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بېوقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى.
او جماعت د مسيح بدن دے. او د مسيح نه پوره معمورتيا حاصلوى او هم دې وخت کښې ټول کائنات د خپل حضور نه ډکوى.
ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى.
هغۀ مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو چې د عيسىٰ مسيح په وسيله د هغۀ بچى شُو. او په هم دې کښې د هغۀ مرضى او خوشحالى وه،
او هغه څوک چې ښکته راکوز شو هم هغه د ټولو آسمانونو نه بره وختو، د دې دپاره چې ټول کائنات د خپل حضور نه ډک کړى.
په چا کښې چې د حِکمت او عِلم ټولې خزانې پټې پرتې دى.
ځکه چې په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے.
په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے.