Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عاموس 9:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 نو زۀ به حُکم ورکړم، او زۀ به د بنى اِسرائيلو قوم په نورو قومونو کښې داسې چاڼ کړم لکه څنګه چې په چج غله چاڼ کيږى، او يو کاڼے به هم په غله کښې ترې نه لاړ نۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عاموس 9:9
14 Iomraidhean Croise  

په هغه ورځ به مالِک خُدائ د فرات سيند نه واخله تر مِصر سرحده پورې خپل خلق يو يو کس راغونډ کړى، داسې لکه څوک چې د بوسو نه غنم رابېلوى.


هغه غنم په درمند کښې دومره نۀ غوبل کوى چې خراب‌تُراب شى، ځکه چې هغۀ ته پته وى چې په ګاډۍ باندې به يې څنګه غوبل کړى چې غله خرابه نۀ شى.


د هغۀ ساه لکه د سېلاب په شان ده چې هر څۀ تر مرۍ مرۍ ډوبوى. هغه به مغروره قومونه د تباهۍ دپاره چاڼ کړى. هغه به دوئ قابو کړى او د بربادۍ په طرف به يې يوسى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ترڅو پورې د کائنات دا نظام موجود وى، نو تر هغه وخته پورې به د بنى اِسرائيلو قوم زما د وړاندې قائم وى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، ځکه زۀ تا سره يم. زۀ به په پوره توګه هغه قومونه تباه کړم کومو ته چې تاسو ما جلا وطن کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به ستاسو په اِنصاف سره تنبيه وکړم، زۀ به تاسو بې‌سزا نۀ پرېږدم.“


زۀ به د آسمانونو د څلورو خوا نه په هغوئ باندې څلور بادونه راولم او هغوئ به ورته تس نس کړم، او داسې يو قوم او مُلک به نۀ وى چې د عيلام خلق ورته په جلاوطنۍ لاړ نۀ شى.


زۀ به تاسو د هغه خلقو نه راچاڼ کړم څوک چې زما خلاف ګناه او سرکشى کوى. اګر کۀ زۀ به هغوئ د هغه مُلک نه راوباسم چرته چې هغوئ اوسيږى خو هغوئ به د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې داخل نۀ شى. بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.


ما هغوئ په نورو قومونو کښې خوارۀ کړل، او هغوئ په ټولو مُلکونو کښې خوارۀ شوى وُو. ما د هغوئ د چال چلن او عمل په مطابق د هغوئ عدالت وکړو.


نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم، اګر کۀ ما هغوئ نورو مُلکونو ته جلاوطن کړى وُو، زۀ به هغوئ خپل مُلک ته رايوځائ کړم، او د هغوئ يو کس به هم وروستو پرې نۀ ږدم.


نو په دې وجه به په تا کښې مور پلار خپل بچى وخورى او بچى به خپل مور پلار وخورى. زۀ به تاسو له سزا درکړم او څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تس نس کړم.


ستا د خلقو يوه حِصه به په وبا او قحط په تا کښې دننه مړۀ شى، او دوېمه حِصه خلق به دې د ښار د دېوالونو نه بهر په تُوره باندې قتل کړے شى، او درېمه حِصه به زۀ په هوا کښې خوارۀ کړم او په خپله تُوره به يې راګېر کړم.


زۀ به په تاسو جنګ راولم او په پردو مُلکونو کښې به مو خوارۀ وارۀ کړم. ستاسو مُلک به خوشے پاتې شى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ شى.


شمعونه، اے شمعونه، وګوره، خبردار شه. شېطان غواړى چې هغه تاسو لکه د غنمو د دانو وڅنډى.


مالِک خُدائ به تاسو په ټولو قومونو کښې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به تاسو د هغه معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼو نه جوړ وى، د هغه بُتانو چې د دې نه مخکښې نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ د هغې عبادت کړے وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan