5 مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ، چې زمکې له لاس وروړى نو زمکه ويلى شى. او د هغې ټول خلق ماتم کوى. ټوله زمکه داسې اوچتيږى لکه څنګه چې د سېلاب په وخت دريائے نيل راوچتيږى، او بيا واپس ښکته کيږى.
کله چې هغه زمکې ته وګورى نو په لړزان شى، او چې غرونو له لاس وروړى نو په لوګى بدل شى.
خپل آسمانونه وشلوه اے مالِکه خُدايه او لاندې راکوز شه، غرونو ته صرف لاس وروړه نو دوئ به لوګے شى.
نو د دې دپاره هر څوک چې نېکان وى هغوئ دې هم دا اوس دُعا وغواړى له تا نه، بېشکه دوئ ته به ونۀ رسيږى تکليفونه کۀ هم راشى لوئ سېلابونه.
قومونه وارخطا دى، بادشاهتونه به نسکور شى. کله چې خُدائ پاک آواز وکړى نو دا زمکه به ويلى شى.
د مالِک خُدائ په وړاندې غرونه لکه موم داسې ويلى کيږى، د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ په مخکښې داسې کيږى.
اے، چې تۀ آسمان وشلوې او راکوز شې، نو غرونه به تا وګورى او ستا په وړاندې به په ريږدېدو شى.
دا زمکه به تر کومې پورې ماتم کوى او په پټو کښې به يې ګياه اوچيږى؟ څوک چې په دې مُلک کښې اوسيږى نو د هغوئ د بدعملۍ په وجه مارغان او ځناور تباه شوى دى، او هم په دې وجه خلق دا وائى چې، ”خُدائ به هم حيران وى چې مونږ سره به څۀ کيږى.“
او په دې وجه مُلک غمژن دے، او د دې اوسېدونکى به مرګى حال شى. ځنګلى ځناور، مارغان تر دې چې کبان هم مړۀ کيږى.
د دې په وجه به زمکه ولړزيږى او څوک هم چې په دې مُلک کښې اوسيږى هغه به ماتم کوى. لکه څنګه چې په مِصر کښې د نيل درياب د سېلاب په وخت کښې اوچتيږى داسې به ټوله زمکه اوچته شى، او بيا به دوباره کښېنى.“
د هغۀ د وړاندې غرونه لړزيږى، او غونډۍ ويلى کيږى. او زمکه د هغۀ په حضور کښې لړزيږى، دُنيا او هر هغه څوک چې په کښې اوسيږى.
څوک د هغۀ قهر ته ودرېدے شى؟ څوک د هغۀ سخته غصه برداشت کولے شى؟ د هغۀ قهر لکه د اور په شان نازل شوے دے، ګټان د هغۀ په وړاندې ټوکړې ټوکړې شول.
غرونو تۀ وليدلې او ولړزېدل، د اوبو سېلابونه وبهېدل، ژورو اوبو شور جوړ کړو، او خپلې چپې يې اوچتې کړې.
باران وورېدو، سېلاب راغلو، زول او طوفان تېر شو او د دغه کور سره يې ډغرې وخوړې او راوې غورزولو او بلکل يې تباه کړو.“
بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول.