د بيابان په ټولو اوچتو او خُشکو غونډو د قتل و غارت فوج ليدلے کيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ تُوره به د يو سر نه تر بل سره پورې هغوئ هلاک کړى. نو څوک به هم محفوظ نۀ وى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دا ښار بچ نۀ کړم او افتونه به پرې نازل کړم، نه چې آبادى. دا به د بابل بادشاه ته حواله کړم او هغه به دا ښار په اور تباه کړى.“
زۀ به هغوئ ته په ښۀ سترګه ګورم، او زۀ به هغوئ دې مُلک ته واپس راولم. زۀ به هغوئ آباد کړم او زۀ به هغوئ ونۀ غورزوم، زۀ به هغوئ وکرم او د بېخ نه به يې نۀ راوباسم.
ستا د خلقو يوه حِصه به په وبا او قحط په تا کښې دننه مړۀ شى، او دوېمه حِصه خلق به دې د ښار د دېوالونو نه بهر په تُوره باندې قتل کړے شى، او درېمه حِصه به زۀ په هوا کښې خوارۀ کړم او په خپله تُوره به يې راګېر کړم.
هر يو اِسرائيلے يا د بل مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى او هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
ګوره، زۀ قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو ګناهګاره قوم وينم. زۀ به دا د زمکې د مخ نه ختم کړم. خو زۀ به هيڅکله د يعقوب خاندان مکمل نۀ ختموم. مالِک خُدائ فرمائى.