Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عاموس 9:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 کۀ هغوئ د کرمل غر په سر هم خپل ځانونه پټ کړى، زۀ به يې هلته هم ولټوم او راګېر به يې کړم. کۀ هغوئ زما نه د سمندر په بېخ کښې پټ شى، نو زۀ به هلته سمندرى مار له حُکم ورکړم چې وې چيچى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عاموس 9:3
10 Iomraidhean Croise  

د ماښامى په نرۍ نرۍ هوا کښې دوئ د مالِک خُدائ، خُدائ پاک د راتلو آواز واورېدو، نو دوئ په ونو کښې پټ شول.


هغوئ خپله حوصله بائيلى او د خپلو محفوظو ځايونو نه په ريږدېدو راځى.


نو دا ځکه تۀ وائې چې تۀ څۀ کوې نو خُدائ پاک ته پته نۀ لګى، هغه په توره وريځ کښې پټ دے نو هغه څنګه عدالت کولے شى؟


داسې تکه توره تيارۀ نشته چرته چې بدعمله خلق خپل ځانونه د هغۀ نه پټ کړى.


تاسو به د هغوئ په وينو کښې خپلې پښې ووينځئ، او ستاسو سپى به خپله حِصه په خپلو ژبو وڅټى.“


په هغه ورځ به مالِک خُدائ د خپلې زورَورې او کلکې تُورې نه کار واخلى چې هغه تښتېدونکې بلا له يعنې تاوېدونکې راتاوېدونکې بلا له سزا ورکړى او وې ووژنى کومه چې په سمندر کښې اوسيږى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”بلکې زۀ به اوس ډېر ماهيګر درولېږم چې هغوئ به دوئ راونيسى. او د دې نه وروستو به زۀ ډېر ښکاريان درولېږم او دوئ به هغوئ په هر يو غر، غونډۍ او د ګټانو د غارونو نه ښکار کړى.


هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د صيون نه غړمبيږى، او د يروشلم نه غوريږى. د شپونکو د څرن ځايونه به اوچ شى، او د کرمل د غرۀ په سر واښۀ به مړاوے شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan