عاموس 9:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راروانې دى چې فصلونه به ډېر زيات وى. او فصل رېبلو له به دومره وخت پکار وى چې قُلبه کوونکى به فصل رېبونکو پسې زمکه تياروى. د انګورو فصل به هم، هم داسې وى، د انګورو د زياتوالى په وجه به د هغې نه د رس ويستلو دپاره دومره وخت پکار وى چې ورسره به تخم کرونکى خپل کر شروع کړى. د زياتوالى له وجې به نوى مے د غرونو نه راڅاڅى او د ټولو غونډو نه به رابهيږى. Faic an caibideil |