11 په هغه ورځ به زۀ د داؤد نړېدلے کور بيا آباد کړم. زۀ به د دې خراب شوى دېوالونه جوړ کړم او کنډر به يې بيا ودان کړم او لکه د پخوا په شان به يې بيا آباد کړم،
بيا به د داؤد د اولاد يو کس بادشاه شى او هغه به په وفادارۍ او مينې سره په خلقو باندې حکومت کوى. هغه به په صحيح کار کولو کښې تېزى کوى او ګورى به چې د اِنصاف نه کار اخستے شوے دے.
او ستاسو هغه پخوانى کنډرات به دوباره آباد کړے شى. تاسو به تېرو نسلونو بنيادونه بيا آباد کړئ. او بيا به تاسو دېوالونه دوباره جوړولو والا، او لارې کوڅې دوباره آبادولو والا يادېږئ.“
زۀ به ستا د سړو او څاروو شمېر زيات کړم، او هغوئ به بارداره او ډېر شى. زۀ به خلق په تا کښې د پخوا په شان په ځائ کړم او د پخوا نه به ډېر برکت درکړم. نو بيا به تۀ په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.
د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.
ټول مُلک، د جبع نه تر رِمون پورې، د يروشلم جنوب طرف ته، به لکه د عرابه د وادۍ په شان شى. خو يروشلم به بيا اوچت شى او په خپل ځائ به ودريږى، د بنيامين د دروازې نه تر د زړې دروازې پورې، د ګوټ دروازې پورې، او د حننايل د برج نه تر د شاهى انګورو د لنګرو پورې.
هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”دا هغه سړے دے د چا نوم چې څانګه ده، او دے به د خپل ځان نه څانګې خورې کړى او د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى.