Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عاموس 9:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 ما وليدل چې مالِک خُدائ د قربان‌ګاه سره ولاړ وو. او هغۀ وفرمائيل چې، ”د عبادتګاه د ستنو پاس سرونه ووهئ چې بنيادونه يې ولړزيږى. د خلقو په سرونو يې ښکته راوغورزوئ، څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به زۀ په تُوره مړۀ کړم. يو به هم ونۀ تښتى، او هيڅ څوک به پاتې نۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عاموس 9:1
28 Iomraidhean Croise  

ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”اوس چې څۀ مالِک خُدائ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسئ. ما وليدل چې مالِک خُدائ په آسمان کښې په خپل تخت باندې ناست دے او د هغۀ ټولې فرښتې د هغۀ يو طرف او بل طرف ته ولاړې دى.


خو مالِک خُدائ به د خپلو دشمنانو سر هوار کړى، او د هغوئ کوپړۍ به هواره ‎کړى څوک چې د ګناه په لار روان وى.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به خپل دشمنان د بسن نه واپس راښکته کړم، زۀ به هغوئ د سمندر د تل نه راوباسم،


خو ستاسو منصوبه دا ده چې په تېزو آسونو باندې سوارۀ شئ او د خپل دشمن نه وتښتئ. تاسو صحيح يئ، ځکه چې تاسو به تښتئ. ستاسو خيال دا دے چې ستاسو آسونه ښۀ تېزه منډه وهلے شى، خو چې څوک درپسې وى نو هغوئ به ستاسو نه تېز وى.


په کوم کال چې عُزياه بادشاه مړ شو، نو ما مالِک خُدائ وليدو چې په اوچت او د لوئې مرتبې په تخت ناست وو. او د هغۀ د چُوغې لمن سره د هغۀ کور ډک شو.


نو د دې دپاره زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، زۀ به په دوئ هغه افتونه او مصيبتونه راولم چې دوئ به ترې نه تښتېدلے نۀ شى. کۀ څۀ هم چې دوئ ما ته د مدد دپاره وژاړى او چغې ووهى، خو زۀ به يې نۀ اورم.


د کوم جنګ او قحط نه چې تاسو يرېږئ نو هم هغه به تاسو راګېر کړى، او تاسو به هلته مړۀ شئ.


هر څوک چې د دهشت نه وتښتى نو په کنده کښې به وغورزيږى. څوک چې د کندې نه راوچت شى نو په دام کښې به ګرفتار شى، ځکه چې زۀ په موآب باندې د سزا وخت راولم، مالِک خُدائ فرمائى.


لکه څنګه چې په باران کښې د بوډۍ ټال په وريځ کښې په مختلفو رنګونو کښې وى دغه شان رڼاګانې د هغۀ نه هم راوچتېدلې. نو دا منظر د مالِک خُدائ د جلال په شان ښکاره کېدلو. کله چې ما دا هر څۀ وليدل، نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې خبرې وکړې.


نو بيا د مالِک خُدائ جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو او د خُدائ د کور درشل ته لاړو. وريځو د خُدائ کور ډک کړو، او د هغۀ دربار د مالِک خُدائ د جلال د شغلو نه ډک وو.


زۀ به خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، اګر کۀ هغوئ د اور نه بهر راوتل خو اور به بيا هم هغوئ وسوزوى. نو کله چې زۀ خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.


نو بيا شپږ کسان د شمال بره طرف دروازې نه راښکاره شُو، د هر يو په لاس کښې وژونکې وسله وه. د هغوئ سره يو کس وو چې د کتان جامې يې وې، چا سره چې د خط و کتابت سامان په څنګ کښې وو. هغوئ ټول د مالِک خُدائ د کور دربار ته لاړل او د زېړو د قربان‌ګاه په خوا کښې ودرېدل.


په کومه ورځ چې زۀ بنى اِسرائيلو له د ګناهونو سزا ورکوم، زۀ به د بيت‌ايل قربان‌ګاه تباه کړم. د هرې قربان‌ګاه ښکرونه به مات شى او په زمکه به راوغورزولے شى.


نو په دې وجه مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ستا ښځې نه به د ښار کنجره جوړه شى، او ستا زامن او لوڼه به په تُوره مړۀ شى. ستا مُلک به ناپ کړے شى او تقسيم به شى، او تۀ به په خپله په يو ناپاک مُلک کښې مړ شې. او بنى اِسرائيل به د خپل مُلک نه پردى مُلک ته جلاوطن کړے شى.“


په کومو علاقائى عبادتخانو کښې چې د اِسحاق اولاد عبادت کولو هغه به تباه شى او د بنى اِسرائيلو مقدس ځايونه به هم کنډرې شى، او زۀ به د يربعام خاندان نيست و نابود کړم.“


تۀ د خپلو خلقو بچ کولو دپاره بهر راغلې، چې خپل غوره کړے شوى بچ کړې. تا د بدعمله وطن مشر چخڼى کړل، تا هغوئ د سر نه تر پښو پورې بربنډ کړل.


زۀ به ډيوه په لاس ګوټ په ګوټ په يروشلم کښې وګرځم. زۀ به هغه خلقو له سزا ورکړم چې په خپل ځان مطمئن دى، هغه څوک چې دا سوچ کوى چې مالِک خُدائ به مونږ سره نۀ ښۀ کوى او نۀ بد.


څاروى او رمې او هر قسمه مخلوق به هلته آرام کوى. ګونګى به د دې د ستنو په سر کښې جالې جوړې کړى. د دوئ چغې به د کړکو نه دننه راځى، ملبه به د دې په دُرشلونو کښې وى، خلق به د دې دِيار تيرونه وزغلوى.


هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.


بيا يحيىٰ دا ګواهى ورکړله چې، ”ما روحُ القُدس د آسمان نه لکه د يوې کونترې په شان په راکوزېدو وليدلو چې د هغۀ سره پاتې شو.


نو اے بادشاه سلامت، کله چې زۀ په غرمه کښې په لاره روان وم نو ما د آسمان نه يوه رڼا وليدله چې د نمر نه هم زياته تېزه وه، دا زما او زما د ملګرو نه ګېرچاپېره وځلېده.


هغۀ وفرمائيل، ”د غار د خولې مخې ته يو څو غټ کاڼى راورغړوئ او څۀ څوکيداران هلته ودروئ،


کله چې هغه ما وليدو نو زۀ لکه د مړى د هغۀ په پښو کښې پرېوتلم، خو هغۀ خپل ښے لاس په ما کېښودو او وې فرمائيل، ”يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم،


بيا يوه بله فرښته د سرو زرو مجمر په لاس راغله او د قربان‌ګاه سره ودرېده او هغې ته ډېره زياته خوشبوئى ورکړے شوه چې د تخت د وړاندې د سرو زرو په قربان‌ګاه يې د ټولو مقدسينو د دُعا سره پېش کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan