4 واورئ اے هغه خلقو څوک چې ضرورتمند راغورزوئ او د مُلک غريبانان تباه کوئ.
ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ته غوږ ونيسه چې هغه څۀ فرمائى. ما په آسمان کښې مالِک خُدائ وليدو چې په خپل تخت باندې ناست وو او خپلې ټولې فرښتې يې ښى او ګس طرف ته ولاړې وې.
هغوئ ضرورتمند د سړک نه ديکه کوى، او غريبانان دې ته مجبوروى چې ځان پټ کړى.
خولۀ يې دروغژنه، کنځل ماره، دوکه بازه ده، د هغۀ ژبه غوڅونکې، تباه کوونکې ده.
فرمائى مالِک خُدائ، ”زياتے مې وليدلو چې وشو په حاجتمندانو فرياد او زبيرګى ما واورېدل چې وکړل غريبانانو، نو زۀ به ورشم چې هغوئ بچ کړم، څنګه چې هغوئ زما د مدد لرى ارمان.“
ولې دوئ نۀ زده کوى څوک چې دى بدکاران، دوئ خورى لکه روټۍ زما خلق انسانان مالِک ته به د دُعا فکر ونۀ کړى دا بدکاران؟
زۀ په دې پوهېږمه چې مالِک خُدائ به غريبانانو له اِنصاف ورکړى، او هغه د حاجتمندو مقدمه په خپل لاس کښې اخلى.
اے پاکه خُدايه، په ما رحم وکړه، خلق راپسې شوى دى، ټوله ورځ دشمنان په ما باندې سختې حملې کوى.
د هغوئ غاښونه د تُورو په شان دى او د هغوئ ژامنې د چړو په شان دى ترڅو چې غريبانان پرې د زمکې نه تير کړى، او د انسانانو نه ضرورتمند ختم کړى.
اے يروشلمه، ستا حکمرانان او ستا خلق د سدوم او د عموره په شان دى. چې مالِک خُدائ درته څۀ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسه او چې خُدائ پاک درته څۀ ښودنه کوى نو هغې ته توجو وکړه.
نو اے ګستاخه کسانو څوک چې په يروشلم کښې په دې خلقو باندې حکومت کوئ، اوس چې څۀ مالِک خُدائ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسئ.
بيا يرمياه نبى حننياه نبى ته وفرمائيل چې، ”حننياه ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ تۀ نۀ يې رالېږلے، تۀ دې قوم ته د دروغو نبوت کوې او هغوئ ستاسو په دروغو باندې باور کوى.
اے کم عقلو او بېشعوره خلقو، تاسو سترګې لرئ خو وينئ نه او غوږونه لرئ خو اورئ نه، ما ته غوږ ونيسئ.
په تا کښې خلق په پېسو مرګونه کوى، تاسو سود کوئ او ډېره زياته ګټه اخلئ، او د خپلو ګاونډيانو نه ناجائزه ګټه کوئ. تاسو زۀ هېر کړے يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
تاسو له په کار دى چې صحيح تله، صحيح پېمانه او صحيح پاويزه استعمال کړئ.
تاسو په غريبانانو ظلم کوئ او د هغوئ په غله د حد نه زيات ټيکس لګوئ. نو په دې وجه اګر کۀ تاسو د کاڼو نه ښائسته کورونه جوړ کړى دى خو تاسو به په هغې کښې نۀ اوسېږئ، اګر کۀ تاسو د انګورو ډک باغونه کَرلى دى خو تاسو به د هغې مے ونۀ څښئ.
ما ته پته ده چې ستاسو جرمونه څومره ډېر دى او ستاسو ګناهونه څومره لوئې دى. تاسو په صادقانو ظلم کوئ او رشوتونه اخلئ او د غريبانانو سره په عدالت کښې اِنصاف نۀ کوئ.
نو بيا اوس د مالِک خُدائ کلام ته غوږ شه. تۀ وائې چې، د بنى اِسرائيل خلاف پېشګوئې مۀ کوه. او د اِسحاق د قوم خلاف تبليغ بند کړه.
چې هغوئ د پټو په لالچ کښې راشى نو قبضه يې کړى، او چې د کورونو په لالچ کښې راشى نو دا ونيسى. هغوئ د خلقو نه خپل کور په دوکه اخلى، او رشتهدار د وراثت نه محروموى.
تاسو چې زما د قوم غوښې خورئ، د هغوئ نه څرمن وکاږئ او د هغوئ هډُوکى ټوټه ټوټه کوئ، څوک چې هغوئ لکه د کړى د غوښې په شان ټوکړې کوئ، يا يې لکه د دېګ د غوښې په شان کوئ.
ما ترې تپوس وکړو چې، ”دا څۀ دى؟“ هغې جواب راکړو، ”دا د پېمانې ټوکرۍ ده.“ او هغې دا وفرمائيل چې، ”چې د ټول مُلک د خلقو د بېاِنصافۍ نه ډکه ده.“
خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.
تاسو صادق سړے قصوروار کړو او ومو وژلو، خو هغۀ ستاسو مقابله نۀ کوى.