7 نو بيا ما ته مالِک خُدائ يوه بله رويا وښودله. په دې کښې ما وليدل چې مالِک خُدائ د يو داسې دېوال په خوا کښې ولاړ وو چې د سال سره جوړ وو او د هغۀ په لاس کښې سال وو.
او ګوره، هغۀ په خوب کښې وليدل چې مالِک خُدائ د هغۀ سره ولاړ وو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، د اِبراهيم او د اِسحاق خُدائ پاک يم، زۀ به تا او ستا اولاد له دا زمکه ورکوم چې په کومه تۀ ملاست يې.
بيا هغۀ موآبيانو له شکست ورکړو. هغۀ قېديان په قطار کښې په زمکه څملول او قبيلې يې جوړې کړې. د هرو درېو ډلو نه به يې دوه قتلولې او يوه به يې ژوندۍ پرېښودله. نو موآبيان د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو.
زۀ به يروشلم له داسې سزا ورکړم لکه چې سامريه، د اِسرائيل بادشاه اخىاب او د هغۀ اولاد له مې ورکړې وه. زۀ به يروشلم د دې د خلقو نه داسې خالى کړم، لکه چې څوک لوښے صفا کړى او په بل مخ يې واړوى.
زۀ به اِنصاف د دې فيته او صداقت د دې د سال مزے کړم. تاسو چې په کومو دروغو باندې يقين ساتئ نو ږلۍ به يې ټول يوسى او سېلابونه به ستاسو د پناه ځايونه وران کړى.“
ګونګيان او ځنګلى ځناور به دا قبضه کړى، هر قِسمه ځنګلى مارغان به په دې کښې پاتې کيږى. مالِک خُدائ به په خيال سره د دې مُلک ناپ تول وکړى، هغه به دا ناپ تول د دې د تباهۍ دپاره وکړى.
مالِک خُدائ دا فېصله وکړه چې د صيون ښار دېوالونه وران کړى. هغۀ د ورانولو دپاره د ناپ تول ګز راوغزولو او خپل لاس يې د هغۀ د تباهۍ نه منع نۀ کړو. د هغۀ دېوالونه او د هغۀ مورچې يې په ماتم آخته کړې او دواړه په يو ځائ تباه شول.
کله چې هغۀ زۀ هلته بوتلم، نو ما يو سړے وليدو څوک چې د زېړو په شان ښکارېدو، او هغه د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او په لاس کښې يې د کتان فيته وه او د ناپ تول لرګے يې نيولے وو.
نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه، چې، ”داسې به بيا کله ونۀ شى.“ مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل.
او مالِک خُدائ زما نه تپوس وکړو چې، ”عاموسه، تا ته څۀ ښکارى؟“ نو ما ورته جواب ورکړو چې، ”سال.“ بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”وګوره، زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې سال لګوم، زۀ به نور د هغوئ ګناهونه پرې نۀ ږدم.
وړو شروعاتو ته په سپکه سترګه مۀ ګورئ، ځکه چې هغه د کار په شروع کېدو سره چې د زرُبابل په لاس کښې سال وګورى خوشحاليږى. دا اووۀ ډيوې د مالِک خُدائ د سترګو نمائندګى کوى، چې د هغوئ په ذريعه د ټولې دُنيا لټون کوى.“
ما ته د ناپ کولو د ګز په شان يوه لښته راکړے شوه او راته ووئيلے شو چې، ”اوس پاڅه او د خُدائ پاک کور او قربانګاه کچ کړه او عبادت کوونکى شمار کړه.
کومې فرښتې چې ما سره خبرې وکړلې، د هغې سره د سرو زرو يو ګز وو چې پرې د ښار دېوالونه او دروازې ناپ کړى.