اے د داؤد خاندانه، مالِک خُدائ تاسو ته داسې فرمائى، هر سحر د خلقو اِنصاف کوئ د چا نه چې غلا شوې وى او هغوئ ته د ظالمانو د لاس نه خلاصون ورکوئ، ګنې زما غضب به رانازل شى او هر څۀ به لکه د اور په شان وسوزوى او دا به ستاسو د هغه شرارت په وجه داسې بليږى چې هيڅ څوک به يې نۀ شى مړ کولے.
اے د يهوداه او د يروشلم خلقو خپل زړونه ما ته وقف کړئ، هسې نه ستاسو د بدو اعمالو په وجه زما د قهر اور بل شى نو هغه به تاسو مکمل وسوزوى او بيا به داسې هيڅ څوک نۀ وى چې هغه مړ کړى.“
د مالِک خُدائ طلبګار شئ نو ژوندى به پاتې شئ، ګنې هغه به د يوسف خاندان لکه د اور وسوزوى، او بيتايل به خاورې ايرې کړى او هيڅوک به داسې نۀ وى چې هغه اور مړ کړى.
د دې نه وروستو بيا ما نظر واچولو نو په آسمان کښې مې يو ور کولاو وليدو. نو چې اول کوم آواز ما واورېدو نو لکه د بيګل په شان يې ما ته خبرې کولې، ”دلته پاس راشه چې زۀ به تا ته هغه وښايم څۀ چې به د دې نه پس خامخا کيږى.“