3 نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه، چې، ”داسې به بيا کله ونۀ شى،“ مالِک خُدائ وفرمائيل.
نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به دا خلق چې ما پېدا کړى دى د زمکې د مخ نه لرې کړم او ورسره ځناور او مارغان هم، ځکه چې زۀ ډېر پښېمانه يم چې ما دوئ پېدا کړل.“
بيا هغۀ د يروشلم د تباه کولو دپاره يوه تباه کوونکى فرښته راولېږله، خو د تباهۍ نه لږ مخکښې مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه او د مرګ فرښتې ته يې وفرمائيل، ”بس کړه، دا تباهى کافى ده.“ هغه فرښته د يو يبوسى اُرنان د درمند سره ولاړه وه.
د دوئ د خاطره هغۀ خپل لوظ ځان ته راياد کړو او هغۀ خپله فېصله د ابدى مينې په سبب بدله کړه.
خو هغه دوئ سره ډېر مهربانه وو. د هغوئ ګناهونه يې معاف کړل او هغوئ يې تباه نۀ کړل. اکثر يې خپله غصه قابو کوله او خپل ټول قهر او غضب يې څرګند نۀ کړلو.
اے مالِکه خُدايه، راشه، دا به ترڅو پورې وى؟ په خپل خِدمتګارانو باندې رحم وکړه.
نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه او په خپلو خلقو يې هغه تباهى رانۀ وستله د کومې په حقله وى چې هغۀ فرمائيلى وُو.
ولې حزقياه چې د يهوداه بادشاه وو هغه په مرګ محکوم کړو څۀ؟ آيا حزقياه د مالِک خُدائ نه ونۀ يرېدو چې د هغۀ رحم ولټوى؟ آيا مالِک خُدائ خپله فېصله بدله نۀ کړه د کوم افت د رانازلېدو چې هغۀ د دوئ خلاف منصوبه جوړه کړې وه؟ مونږ په خپله په خپل ځان د سخت افت راوستو په حالت کښې يُو.“
کۀ تاسو په دې مُلک کښې پاتې شئ، نو زۀ به تاسو بيا آباد کړم او نۀ به مو خرابوم، زۀ به تاسو وکرم او تاسو به د بېخ نه نۀ وباسم. زۀ ستاسو په هغه افت کوم چې ما په تاسو نازل کړے دے پښېمانه يم.
اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بېمثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه.
د خپل خفګان دپاره خپلې جامې مۀ شلوئ خو د هغې په ځائ خپل زړونه وشلوئ.“ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے، هغه زر نۀ غصه کيږى او د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکى ده، او هغه دا غواړى چې معافى وکړى او سزا ورنۀ کړى.
چا ته پته ده، کېدے شى چې هغه بدل شى او زړۀ يې نرم شى او د لعنت په ځائ برکت درکړى. او تاسو لکه د مخکښې په شان د غلې او د ميو نذرانې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړے شئ.
د بدو نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره مينه کوئ، او په عدالت کښې اِنصاف قائم کړئ. نو کېدے شى چې مالِک خُدائ، ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو په باقى پاتې شوو خلقو رحم وکړى.
نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه، چې، ”داسې به بيا کله ونۀ شى.“ مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل.
کله چې خُدائ پاک وليدل چې هغوئ څۀ وکړل او څنګه هغوئ د خپلو بدو عملونو نه واوړېدل، نو هغه ورحمېدو او په هغوئ يې هغه تباهى رانۀ وستله کومه چې هغۀ وئيلې وه.
مالِک خُدائ به خپل خلق بچ کړى کله چې هغه ووينى چې د هغوئ طاقت ختم شو. هغه به په هغوئ رحم وکړى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى، کله چې وګورى چې هغوئ څومره بېمددګاره دى.
نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى.