Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عاموس 6:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 کۀ په يو خاندان کښې لس سړى پاتې وى نو هغوئ به هم مړۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عاموس 6:9
10 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ ورته لافې وهلې، چې دے څومره مالداره دے او څومره ډېر زامن يې دى او بادشاه هغۀ له څومره اوچت مقام ورکړے دے او چې هغه د بادشاه د نورو ټولو آفسرانو نه څومره زيات اهم دے.


چې ناڅاپه د صحرا د طرف نه يوه لويه هوا راغله او دې هوا د کور څلور واړه ګوټونه وخوځول او کور ستا په بچو باندې راوغورزېدو او هغوئ مړۀ شول، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“


د هغۀ اووۀ زامن او درې لوڼه وې.


يو سېلاب به د هغۀ کور يوسى، د خُدائ پاک قهر به په هغوئ سېلاب راولى.


په دُنيا کښې دې د هغۀ نسل ختم شى، او په راتلونکى نسل کښې دې د هغۀ نوم ختم شى.


د دې سړى زامن ووژنئ، پرېږدئ چې د هغوئ د پلار نيکۀ د ګناه په وجه مړۀ شى. داسې نۀ وى چې هغوئ بيا په دُنيا باندې فتح حاصله کړى او دُنيا د هغوئ د ښارونو نه ډکه شى.“


ځکه چې مرګ زمونږ کور ته په کړکو راننوتے دے او زمونږ قلعو ته رادننه شوے دے، هغه اوس ماشومان د کوڅو نه او ځوانان د بازارونو او چوکونو نه راټولوى او تېروى.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيلو د يو ښار نه چې زر فوجيان د جنګ دپاره ولېږلے شى، نو صرف سل به په کښې پاتې شى، او چې د يو بل ښار نه يې سل فوجيان ولېږلے شى، نو صرف لس به په کښې واپس راشى.“


خو چې څوک ژوندى پاتې شى، نو هغوئ به په پرېشانۍ او غم آخته شى او د هغوئ نور ټول اولاد به په يو سخت مرګ مړۀ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan